کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): ولسمشر غني د قانون پر حاکمیت د ټینګار ترڅنګ وايي چې د خلکو پر حقونو به معامله ونه شي او تېر وختونه نور نه تکرارېږي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني تېره ورځ په هغې غونډه کې چې د ده دویم مرستیال سرور دانش او د دولت جوړوونکي ټیم غړو په کې ګډون کړی و، د خلکو د رایو د هغوی د کمپاین له ډوله د مننې ترڅنګ وویل چې ستاسو رایې اینده لیدونکې، برنامه محوره او ملت محوره وې.
نوموړي پر دې له ټینګار سره چې د قانون حاکمیت د ستونزو د هواري اساسي لاره ده، زیاته کړه، اساسي قانون د دې اجازه نه ورکوي چې د خلکو پر حقونو دې معامله وشي، ټاکنې د ملت اراده تمثیلوي.
هغه څرګنده کړه: ((د قانون حاکمیت او جمهوریت زموږ سره کرښه ده او د معاملې وړ نه ده؛ ځکه جمهوریت موږ پر ښاروندۍ بدلوي.))
دغه راز هغه وویل چې زموږ ګډ تړاو د ښاروندۍ تړاو دی او جمهوري ریاست مقام ملت ته د احترام او هر هېوادوال ته د خدمت لپاره دی.))
غني زیاته کړه: ((موږ ټول ښکاره اجماع لرو چې د تېرو بیا تکرار ته اجازه نه ورکوو او موږ اینده محوره یو. هزاره توب نه یوازې جرم نه دی، بلکې ویاړ دی؛ موږ یو واحد ملت یو او د وروڼو، خویندو او یو له بل سره د برابرو افغانانو د تقسیم اجازه چاته نه ورکوو.))
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې.
د دې ټاکنو د پایلو اعلان یو ځل د تلې له ۲۷مې د لړم تر ۲۳مې وځنډېد او بیا وروسته تر نامعلومې مودې وځنډول شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن