لښکرګاه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د هلمند په پوهنتون کې دوه پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د درېیو نورو پروژو چارې چې د ودانیو جوړول او نوري فایبر په کې شاملېږي، پیل شوې.
د هلکانو د لیلیې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تدریسي بلاک ودانۍ او نوري فایبر هغه پروژې دي چې د بنسټ ډبرې یې کېښودل شوې، دغه راز په یاد پوهنتون کې دوه نورې ودانۍ چې د لابراتواري توکو او د نجونو لیلیې لپاره جوړې شوې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې اړه نن (د لېندۍ ۱۵مه) په هلمند کې مراسم نیول شوي وو چې په کې د لوړو زده کړو وزیر عبدالتواب بالاکرزي او د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزیر یادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل چې دغه ولایت به یو ځل بیا د علم په ډګر کې وځلېږي او د زده کړو لپاره به ورته ټولې اسانتیاوې رامنځته کړي څو دغلته لوړې زده کړې په اساسي ډول او پرته له کومې ستونزې مخې ته ولاړې شي.
بالاکرزي زیاته کړه چې د هلکانو یاده لیلیه د ۱۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه جوړېږي او د ۴۰۰۰زره کسانو د اوسېدو وړتیا به ولري.
دغه راز هغه وویل چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تدریسي بلاک د هند په مالي ملاتړ او د HICDP پروګرام په چوکاټ کې د څه باندې ۶۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کلونو په موده کې جوړېږي.
د یادونې ده، د ادبیاتو پوهنځي د دې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د لوړو زده کړو وزارت د وزیر او د هلمند والي له لوري کېښودل شوه.
وزیر همدارنګه د نوري فایبر پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې د دې پروژې ټول لګښت ۱۳۳۰۰۰۰ افغانۍ کېږي او په دوو میاشتو کې به بشپړه شي.
بلخوا په یاد پوهنتون کې دوه نورې پروژې د لابراتواري توکو او د نجونو لیلیې لپاره ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د لابراتواري توکو لپاره ودانۍ د شپږو میاشتو په موده کې د لوړو زده کړو وزارت د پرمختیايي پروګرام (HEDP) او مالیې وزارت له خوا د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د نجونو لیلیې ودانۍ د دوو کلونو په موده کې د څه کم ۴۰ میليونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن