جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې په ننګرهار کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۴۵۰ داعشیان چې ۴۱۳ په کې جنګیالي دي، امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
د کورنیو چار وزارت له خوا د لېندۍ په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې تسلیم شوي یاد داعشیان اوس د امنیتي ځواکونو له خوا په ننګرهار کې ساتل کېږي.
خبرپاڼه کاږي چې په تسلیم شوو داعشیانو کې بهرني وګړي هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ښه مدیریت، ولسي ملاتړ او د کورنیو او بهرنیو ځواکونو د سرښندنو په پایله کې داعش ترهګر اړ شوي څو دولت ته تسلیم شي او په ننګرهار کې یې ځالې، مرکزونه او پټنځایونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې هېچاته به اجازه ور نه کړي څو د خلکو د امنیت پر وړاندې خنډ شي او دغه راز وايي چې امنیتي ځواکونه له خاورې د دفاع لپاره سرښندنې ته تیار دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن