ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت: په تېره یوه میاشت کې ۱۴۵۰ داعشیان تسلیم شوي

کورنیو چارو وزارت: په تېره یوه میاشت کې ۱۴۵۰ داعشیان تسلیم شوي

author avatar
6 Dec 2019 - 10:47
کورنیو چارو وزارت: په تېره یوه میاشت کې ۱۴۵۰ داعشیان تسلیم شوي
author avatar
6 Dec 2019 - 10:47

جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې په ننګرهار کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۴۵۰ داعشیان چې  ۴۱۳ په کې جنګیالي دي، امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د کورنیو چار وزارت له خوا د لېندۍ په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې تسلیم شوي یاد داعشیان اوس د امنیتي ځواکونو له خوا په ننګرهار کې ساتل کېږي.

خبرپاڼه کاږي چې په تسلیم شوو داعشیانو کې بهرني وګړي هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ښه مدیریت، ولسي ملاتړ او د کورنیو او بهرنیو ځواکونو د سرښندنو په پایله کې داعش ترهګر اړ شوي څو دولت ته تسلیم شي او په ننګرهار کې یې ځالې، مرکزونه او پټنځایونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې هېچاته به اجازه ور نه کړي څو د خلکو د امنیت پر وړاندې خنډ شي او دغه راز وايي چې امنیتي ځواکونه له خاورې د دفاع لپاره سرښندنې ته تیار دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.