جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پوليسو په جلال اباد ښار کې د یوه هوټل مالک او سوداګر د تښتوونکو له بنده راخوشی کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د اجمل اکبري په نوم د یوه هوټل مالک او سوداګر وتښول شو.
د هغه په وينا چې پوليسو له شپږ ساعته پرله پسې عملیاتو وروسته یاد کس د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ او روغ رمټ یې خپلې کورنۍ ته یې وسپاره.
د والي وياند وايي چې د دې پېښې په تړاو د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی نورالرحمن له دوو کرولا موټرو، یوه کلاشینکوف او ځینو نورو توکو سره یوځای نیول شوی دی.
خوږياڼی وايي، والي شاه محمود مياخېل د پوليسو دغه اقدام ستايلی او د ډاکتر ناکامورا د قاتلينو د نيولو سپارښته یې هم ورته کړې ده.
هغه زیاته کړه، هر امنیتي ارګان چې د ناکامورا عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري، والي ورته له خپلو شخصي امکاناتو یو میلیون افغانۍ جایزه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن