ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناکامورا جسد جاپان ته ولېږدول شو

د ناکامورا جسد جاپان ته ولېږدول شو

author avatar
7 Dec 2019 - 17:31
د ناکامورا جسد جاپان ته ولېږدول شو
author avatar
7 Dec 2019 - 17:31

کابل (پژواک، ۱۶ لیندۍ ۹۸): د ناکامورا جسد په کابل کې د هغه د کورنۍ غړو ته وسپارل شو او خپل هېواد کې به خاورو ته وسپارل شي.

ډاکټر ناکامورا د تېرې چهارشنبې په ورځ سهار مهال په جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد په ترڅ کې له خپلو پنځو ملګرو سره و وژل شو.

نن د لیندۍ په ۱۶مه د هغه جسد د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د حامد کرزي بین المللي هوايي ‌ډګر کې د هغه مېرمنې او لور ته وسپارل شو.

د ناکامورا د جسد د تسلیمېدو په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د ناکامورا قاتلین به ګیر او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

ده زیاته کړه چې د ناکامورا نابشپړې شوې پروژې به د ناکامورا په نوم تکمیل شي.

د هغه په وينا، ناکامورا یو ستر شخصیت و چې ټول عمر یې خلکو او په  ځانګړې توګه محروم قشر (افغانانو) ته وقف کړی او د دوی د هېواد د ابادولو لپاره یې کار کاوه.

ولسمشر وایي، ناکامورا د کونړ سیند اوبه  را مهار کړې ، افغان ملت یې له وچکالۍ وژغوره او دوی ته یې د اوبو په وسیله ارامي ورکړه.

اشرف غني د افغانستان او چاپان ولس ته تسلیت وړاندې کړ او ويې ویل چې ناکامورا له انسانیت سره مینه درلوده او تل یې انسانیت ته کار کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.