ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ تېر يوه کال کې ١١٨٤ قضيې څېړلې دي

author avatar
7 Dec 2019 - 16:05
author avatar
7 Dec 2019 - 16:05

جلال اباد (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨) : د ننګرهار استیناف څارنوالۍ چارواکي وایي، په تېر یو کال کې يې ۱۱۸۴ قضیې تر څېړنې لاندي نیولي چې له یاد شمېر څخه ۷۴۳ قضیو باندې د ابتدائیه محاکمو له لوري پرېکړې هم شوې دي .

د دې ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس محمد ولي هاشمي د لیندۍ په ۱۶مه د ولايت مقام د رسنیو دفتر کې د خپلو یو کلنو ترسره شویو کړنو د شریکولو په اړه خبري کنفرانس ته وویل، په تېر یو کال کې د قتل، ټپي کېدو، غلا، قاچاق، فریبکارۍ، جعل کارۍ، نشه یي توکو، ماشومانو پر وړاندې سرغړونو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او اداري فساد برخو کې ۱۱۸۴ قضیې تر څېړنې لاندې نیولې دي .

نوموړي زیاته کړه، په یادو قضیو کې د مالي او اداري فساد اړوند شل،د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۹۲، ماشومانو پورې اړوند سرغړونې ۹۹،قتل،غلا، ټپي کېدو او ورته نورو ۴۷۶،د فریبکارۍ، نشه یي توکو، تزویر او نورو اړوند ۴۹۵ قضیې شتون لري .د هاشمي په وینا، له یادو قضيو څخه یې په ۷۴۳ قضیو  باندې د ابتدائیه محاکمو له لوري پرېکړې ترسره شوي، په ۳۰۶ قضیو قطعي او  نهايي شوي او ۴۷۳ قضیې تر استینافي غور لاندې قرار لري .

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ريیس وایٍي، د بېلابېلو قضیو اړوند یې د نغدي جرایمو له درکه د دولت خزانې ته څه باندې دوه میلیونه افغانۍ تحویل کړې دي او ګڼ شمېر چاودېدونکي، نشه یي  او قاچاقي توکي یې مصادره کړي دي .

محمد ولي هاشمي له محاکمو څخه غوښتنه وکړه چې د ولسمشر د فرمان له مخې دې ډېری تورن کسان په بدیل حبس محکوم کړي او د لویې څارنوالۍ د پالیسۍ له مخې د غیر ضروري توقف د نه ترسره کولو وړاندیز يې هم وکړ.

دى وايي، له اړونده بندي څخه قوي ضمانت اخيستل کېږي او هغه به د بند پر ځاى د يوې لايحې له مخې، له امتياز پرته په بل ځاى کې دنده ترسره کوي.

هغه په دې ولایت کې د قضایي، عدلي او نورو ارګانونو ترمنځ د بشپړې همغږۍ او همکارۍ څخه هم یادونه وکړه چې په وینا یې له همدې امله ګڼ شمېر قضیو ته رسېدګي شوې ده .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.