ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ډاکټر ناکامورا په نوم څلی جوړېږي

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ډاکټر ناکامورا په نوم څلی جوړېږي

author avatar
7 Dec 2019 - 17:55
د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د ډاکټر ناکامورا په نوم څلی جوړېږي
author avatar
7 Dec 2019 - 17:55

جلال اباد (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۸): د ننګرهار د کامې ولسوالۍ خلکو د ډاکټر ناکامورا د ياد ژوندي ساتلو په موخه دغې ولسوالۍ کې د نوموړي په نوم د يو څلي د جوړېدو پرانېسته وکړه.

دوى له حکومته وغوښتل چې د جاپاني الاصله افغان قاتلين دې ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د جاپان د سولې روغتيايي خدمتونو د موسسې يا PMS مشر ډاکټر تېڅو ناکامورا د تېرې چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شول. دې بريد کې د هغه څلور ساتونکي او يو موټر چلوونکی چې ټول افغانان وو، هم ووژل شول.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د ليندۍ په ۱۶مه د دغې ولسوالۍ اړوند کامې سربند سيمه کې چې د ډاکټر ناکامورا له لوري جوړ شوی، د هغه په ياد غونډه وکړه.

دوی د ډاکټر ناکامورا د ياد ژوندي ساتل کېدو په موخه په ياده ولسوالۍ کې د هغه په نوم د يو څلي د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښوده چې په خبره يې د ولسي خلکو په ونډه به جوړيږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ميرويس ياسيني د يادې غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل، چې ډاکټر ناکامورا په تېرو شاوخوا اتلسو کلونو کې لومړنی شخص دی چې د افغانستان لپاره يې بنسټيز او د ولس په ګټه کارونه کړي دي.

دی وايي، نوموړي د ننګرهار د کامې، ښېوې، بهسودو او دره نور ولسواليو کې داسې پروژې پلې کړې چې شاوخوا يو ميليون خلکو ته يې ګټه رسيږي چې تر ټولو ستر کارونه يې د کامې او بهسودو ولسواليو د سربندونو او د ښېوې ولسوالۍ د مرواريد کانال رغول دي.

د کامې ولسوالۍ يو ديني عالم مولوي نوراغا وويل، ډاکټر ناکامورا د خلکو د ژوند ساتلو لپاره کار کړی، خلکو ته يې خير رسولی او په اسلام کې د داسې شخص وژل ناروا کړنه ده.

د دغې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک حق مست وويل، پخوا چې دغې ولسوالۍ کې د ناکامورا له لوري سربند نه و جوړ شوی، خلکو به هر کال په سوونو پيسې د دغه سربند په جوړېدو مصرفولې، په ولسي اشر به هر کال څو ځلې جوړېده، خو اوس چې ناکامورا سربند جوړ کړ، ټولې ولسوالۍ ته يې اوبه ورکړې او کامه يې په يو سوداګريز مرکز بدله کړه.

هغه له حکومت وغوښتل چې د ناکامورا قاتلين ژر تر ژره ونيسي او تر ټولو سخته سزا دې ورکړي، چې راتلونکي کې هېڅوک د دا رنګ خير رسوونکو خلکو د ترور هڅه ونه کړي.

دغو قومي مشرانو ويل چې ناکامورا د کونړ په سيند وژل شوی او هيله يې څرګنده کړه چې د جاپان خلک خپلې مرستې ونه سپموي.

د ننګرهار چارواکي وايي، د ډاکټر ناکامورا د ترور پېښه له هېواده بهر پلان شوې او ډاډ ورکوي چې د پېښې د عاملينو د نيولو هڅې يې ګړندۍ کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.