ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې لپاره د واټ پر سر  نمايشونه ترسره شول

مزار کې له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې لپاره د واټ پر سر نمايشونه ترسره شول

author avatar
7 Dec 2019 - 17:44
مزار کې له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې لپاره د واټ پر سر  نمايشونه ترسره شول
author avatar
7 Dec 2019 - 17:44

مزارشريف (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې په موخه د واټ پر سر بېلابېل نمايشونه، لکه ورزش، سندرې او نقاشي ترسره شول.

دغه نمايشونه د ليندۍ په ۱۶مه د مهربانۍ سفيرانو له خوا اجرا شول، چې له کابل څخه مزارشريف ښار ته راغلي وو.

د مهربانۍ سفيرانو ګروپ مشر سعيد اصغري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی په هېواد کې د هغو شهيدانو اولادونو سره د مرستې په موخه د واټ پر سر پروګرامونه ترسره کوي، چې د هېواد د دفاع په لاره کې يې ځانونه قربان کړي وي.

هغه زياته کړه، ۹ کسيز ټيم يې لومړی په کابل کې ورته پروګرامونه کړي او له هغه وروسته يې هوډ دی چې نورو ولايتونو ته يې هم وغځېږي.

سعيد وويل، دوی د نمايش پر مهال  د سندرو، ورزش او نقاشۍ پروګرام ترسره کوي، چې پر مهال يې شتمن خلک د پيسو مرسته ورسره کوي او بيا دغه مرسته دوی په بې سرپرسته ماشومانو او د شهيدانو په وارثينو وېشي.

هغه زياتوي، په تېرو څو لسيزو جګړو کې د افغانستان خلکو ډېره قرباني ورکړې او بايد چې مرسته ورسره وشي.

نوموړی وايي، دوی په هر نمايش کې تر لس زره افغانيو پورې له خلکو ټولوي او بيا يې اړمنو کورنيو ته ورکوي.

حامد نوابي د مهربانۍ سفيرانو په ډله کې د نقاش په توګه کار کوي.

هغه پژواک ته وويل، ډېری د خپلې نقاشۍ له لارې هڅه کوي څو سوله ييز ذهنيت ته وده ورکړي او همدا راز خلکو ته د جګړو او ناامنيو منفي تاثيرات او زيانونه ور په ګوته کړي.

د هغه په خبره، د دوی له خوا پيل شوی حرکت نوی دی او زياته يې کړه چې لا هم ډېر خلک ورسره بشپړه اشنايي نه لري.

نوموړي له ښاريانو غوښتنه وکړه چې د روان ژمي په موسم کې هغه کورنۍ هېرې نه کړي، چې په غربت کې ژوند کوي او له ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ دي.

د مهربانۍ سفيرانو ډلې دغه غړي له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د بېوزله خلکو لاسنيوی وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.