ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د ډبرو سکرو د کانونو سلګونو کارکوونکو لاريون وکړ

په بغلان کې د ډبرو سکرو د کانونو سلګونو کارکوونکو لاريون وکړ

author avatar
7 Dec 2019 - 14:47
په بغلان کې د ډبرو سکرو د کانونو سلګونو کارکوونکو لاريون وکړ
author avatar
7 Dec 2019 - 14:47

پلخمري ( پژواک،۱۶ليندۍ۹۸): د بغلان ولايت د ډبروسکرو دکانونو سلګونو کار کوونکو ددرېيو مياشتو معاشونو نه ورکول کېدو په غبرګون کې لاريون کړى او د کابل -شمال لاره يې تړلې وه.

د کارکوونکو له ډلې انجنيرمحمد کريم  د ليندۍ په ۱۶ مه د لاريون پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، درې مياشتې شوې چې  د ډبروسکرو کان ۶۲۷ کارکونکو ته تنخوا نه ده ورکړل شوې.

هغه زياته کړې، مسوولينو ورته ويلي، څو پورې يې چې برخليک نه وي معلوم شوى، معاشونه نه ورکول کېږي.

کريم وايي، د کانونو  وزارت ويلي چې نور کار مه کوئ، خو دوى نه غواړي چې کاربندېز وکړي ځکه چې له دې سره په کانونو کې د چاودنو امکان وي او ورسره به دا ستره شمتني له لاسه ووځي.

بل کارکوونکی عبدالواسع رشيدي وايي، له درېيو مياشتو راهيسې معاش نه دی اخيستی خوهره ورځ يې کار کړی او دغوري سمنټو فابريکې ته يې سون توکي برابرکړي، خو اوس ورته ويل شوي چې کارته يې اړتيا نشته او استخراج دې بند کړي.

د هغه په وينا، حکومت دې لومړى دوى ته ددرېيو مياشتو معاش ورکړي او بيا دې ملت ته ځواب ورکړي .

د بغلان دډبروسکرو د څلورګونوکانونو د کارکوونکو استازی سخيداد رضايي وايي چې د روان کال په زمري مياشت کې دډبرو سکرو کانونه د وزارت دحکم پراساس شمال تصدۍ ته وسپارل شول  له هغې ورځې راهيسې ۶۲۷ کارکوونکو هره ورځ د ډبرو سکرو کندنه کړې خومعاشونه نه دي ورکړل شوي. 

هغه پژواک ته وويل، د وږي مياشتې په ۲۴ مه د وزارت  له خوا استول شوي مکتوب کې د بغلان د کان کيندنو د ځنډولو امر شوی او ويل شوي چې تر دويم امر پورې دې د ډبروسکرو د کان کيندنې بندې شي 

رضايي وايي چې د اړونده وزارت له مسوولينو سره يې څو څو وارې ليدنې کړې، خو هغوى تشې ژمنې ورسره کوي.

د شمال ډبروسکرو د تصدۍ رييس  فدا محمد تاشي وايي،د بغلان د ډبرو سکرو کار کوونکو اعتراض  د وزارت له لوري د دوی د کارځنډېدو له امله دی چې دوی  دغه امر ته غاړه نه ږدي او په غبرګون کې يې لاريون کړی .

هغه پژواک ته وويل، د تېرو مياشتو د معاشونواو راتلونکي لپاره يې د برخليک معلومولو په اړه له مرکزسره خبرې کړې، ژر ده چې په اړه يې وروستۍ پرېکړه وشي.

تاشي هم مني چې که  دډبروسکروپه کانونو کې کاردوام ونه لري د کيمياوي  تعاملاتو خطر په کې ډيرېږي په کارده چې ژر يې کارپيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.