نیمروز (پژواک ۱۶ ليندۍ ۹۸): په نیمروز کې د دغه ولایت د امنیتي ځواکو له خوا یو سیمه ییز خبریال وهل شوی دی.
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر کارکوونکي حامد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازیګر مهال کله چې خبریال د کور په خوا روان و، د زرنج د پخواني هوایي ډګر څېرمه د امنیت د منسوبینو له خوا وهل شوی دی.
حامد چې له دې وړاندې د نیمروز د ۱۱ سیمه ییز ټلوېزویون خبریال و او وروسته یې د دغه ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله، وویل، پردې سربېره چې خپل ځان یې د ملي امنیت منسوبینو ته ور پېژندلی و، خو سخت وهل شوی او ټکول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه: «دا لومړی ځل نه دی چې د نیمروز ولایت د ملي امنیت پرسونل خبریالان وهي او ډوبوي، ډېر ځله د ملي امنیت د کاکوونکو له خو خبریالانو ته سپکاوي شوی دی.»
حامد زیاته کړه: «څو میاشتې وړاندې مې په نیمروز ولایت کې له یوې خصوصي رسنۍ سره دنده ترسره کوله، ممکن له همغه وخته د یوشمېر مواردو په اړه د اطلاعاتو په وکولو کې یې راسره څه ستونزه درلوده؛ یا به مې کومه موضوع د دوی په خوښه نه وي خپره کړې.»
د نیمروز د خبریالانو د اتحادیې رییس نقیب الله شریفي پژواک ته وویل چې تېره ورځ مازیګر مهال د نیمروز د امنیتي قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر کارکوونکی حامد چې غوښتل یې خپل کور ته لاړ شي، د ولایت د ملي امنیت ریاست د کارکوونکو له خوا درول شوی او وهل شوی ټکول شوی، چې د شا له خوا لږ ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ له عدلي او قضایي بنسټونو څخه د دغې موضوع د جدي څېړنې غوښتنه کوو.»
ده وویل، هېڅوک حق نه لري څو د سړک پر غاړه خبریال دا ډول ووهي، که هغه کومه تېروتنه کړې وای، نو امنیت کولای شوای له نوموړي سره قانوني چلند کړی وای.
هغه زیاته کړه چې د خبریالانو د خونديتوب په اړه فوق العاده ناسته به د دغې موضوع په اړه جدي بحث وکړي.
د حامد پلار انجنیر سميع چې هغه هم په یوه رسنۍ کې خبریال دی، وویل چې تصمیم لري رسمي شکایت ثبت کړي او د زوی لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړي.Top of Form
د نیمروز ملي امنیت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن