ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې بيا پيل شوې

د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې بيا پيل شوې

author avatar
7 Dec 2019 - 13:11
د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې بيا پيل شوې
author avatar
7 Dec 2019 - 13:11

 

  کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې بېرته پيل شوې او دا ځل به ډېر تمرکز د جګړې د تاوتريخوالي په کمولو او اوربند وي، طالبان هم د خبرو بيا پيل کېدل مني.

يوې باوري سرچينې چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه خبرې نن تر غرمې مخکې په دوحه کې رسماً پيل شوي او کېداى شي شاوخوا يوه اوونۍ دوام وکړي.

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، ډېر امکان شته چې د ډسمبر تر ١٥مې او يا ١٦نېټې   پورې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون هم لاسليک شي.

سرچينه وايي چې امريکا او طالبانو له هغه ځايه خبرې بېرته پيل کړې، په کومه ځاى کې چې درېدلې وې، خو زياتوي چې دا ځل به ډېر تمرکز  په افغانستان کې د جګړې د تاوتريخوالي په کمولو او د اوربند په موضوع  باندې وي.

يوه بله سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي پژواک ته وويل چې په دغو خبرو کې د انس حقاني په ګډون له بګرام زندان څخه خوشې شوي درې طالب بنديان هم برخه لري دي.

دغه راز سرچينه زياتوي چې د طالبانو د مخکني مشر ملاعمر زوى ملايعقوب هم تازه دوحې ته رسېدلى دى، خو سهيل شاهين دا خبره رد وي او وايي چې نه مولوي يعقوب نه دى راغلى.

په قطر کې د طالبانو ددفتر وياند سهيل شاهين هم پژواک ته ومنله چې له امريکا سره يې خبرې بيا له هماغه ځايه پيل کړې دي  چېرته چې درېدلې وې.

هغه زياته کړه، چې په دې  خبرو کې انس حقاني هم ګډون لري.

دغه درې طالب بنديان په کابل کې د طالبانو له خوا د امريکايي پوهنتون د دوه تښتول شويو استادانو په بدل کې څه موده مخکې خوشې شوي وو.

په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې شاوخوا درې مياشتې مخکې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وروسته له هغه وځنډول شوې چې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د يوه امريکايي په ګډون د ناټو دوه سرتېري او لس افغانان ووژل شول.

خو ټرمپ چې يوه اوونۍ مخکې افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلى و، ولسمشر اشرف غني سره دليدنې پر مهال يې طالبانو سره د خبرو د بيا پيلېدو اشاره وکړه او په ډاګه يې کړه چې طالبانو اوربند منلو ته غاړه اېښې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.