ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوې دي

د اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوې دي

author avatar
7 Dec 2019 - 16:00
د اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوې دي
author avatar
7 Dec 2019 - 16:00

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۹۸): نن د تېرې شنبې په پرتله په کابل ښارکې د افغانیو پروړاندې د ډالر بیې د ټیټوالي ترڅنګ، د اوړو او سرو زو بیې هم رالوېدلې دي.

د کابل ښار د منډویي بازار له عمده پلورونکو یوتن محمد صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تېرې شنبې ته په کتو، د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړو بیه له ۱۶۷۰ څخه ۱۶۵۰ افغانیو ته راټیټې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د اوړو د وارداتو ډېر والي او هغو ته د تقاضا کموالي، د تېرې شنبې په پرتله د اوړو په بیه کې ټیټوالی راستلی.

خو د نورو لومړنيو اړینو توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د محمد صمیم په خبره، نن تېرې شنبې ته په کتو، د ۴۹ کیلو ګرامه عمده پاکستانۍ بورې د پلور بیه ۱۹۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۳۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوکیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو موادو پرچون پلور د عمده پلور  موادو له بیې سره ډېر لږ؛ خو په ځینو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمنیو د ۱۳ سړک یوتن خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۷۳۰ افغانۍ، ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو په بیو کې هم بدلو نه دی راغلی.

د کابل ښار د وزیر اباد دتېلو د ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۵۱ افغانۍ او د یو لېتر ډیزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.

همدارنګه د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن لکه  تېره شنبې، د یو کیلو ګرام مایع  ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.

خو د سرو زرو بیه راټیټه شوې.

د کابل ښار د تېمور شاهي سړک یو زرګر حاجي فواد احمد صالح وویل، نن لکه تېرې شنبې ته په کتو، یو ګرام ۷۵۰ عیارو د عربي سرو زرو بیه له ۳۰۵۰ افغانو څخه ۳۰۰۰ افغانیو او د یوګرام ۵۸۵ عیار روسرو زرو بیه له ۲۴۵۰  څخه ٢٤٠٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

دده په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیې ټیټوالی په نړیوالو بازارونو کې دهغه د بیې له ټیټوالي سره اړیکه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.