د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بدخشان لاریون کوونکي: که غوښتنې مو ونه منل شي، لاریونونه به پراخ کړو

د بدخشان لاریون کوونکي: که غوښتنې مو ونه منل شي، لاریونونه به پراخ کړو

Dec 07, 2019 - 19:22

فیض اباد (پژواک ۱۶ لیندۍ ۹۸): د بدخشان په فیض اباد ښار کې د ثبات او همپالنې ټيم پلویانو د لاریون په ترسره کولو د غیر بایومتریک رایو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، لاریونونه به پراخ کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو ځينې ټاکنیز ټکټونه لکه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

ټاکنو خپلواک کمېسیون په بېلا بېلو ولایتونو کې د رایې ورکونې د اتو زرو محلونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړ او  یاد بهیر تر اوسه په ۲۷ ولایتونو کې بشپړ شوی دى، خو اعتراض کوونکو یې په اوو ولایتونو کې مخه نیولې ده.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم سلګونو پلویانو نن د بدخشان په فیض اباد ښار کې لاريون وکړ.

د سميع الله ظهوري په نوم یوه لاریون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ د ننني لاریون موخه د عدالت د تامین لپاره د عدالت غوښتنه ده.))

هغه زیاته کړه، باید هغه ۳۰۰زره تقلبي رایې چې د ټاکنو کمېسیون د مېز پر سر پرتې دي، لغوه اعلان شي او د افغانانو رڼې او بایومتریک رایې وشمېرل شي؛ له دې پرته به پراخ مدني فعالیتونه ترسره کړي او د هرې درغلۍ پر وړاندې به درېږي.

د ثبات او همپالنې ټيم غړي او بل لاریون کوونکي فخر الدین قاری زاده پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ له ټاکنو کميسیونه غواړو چې د افغانانو پاکې رایې له تقلبي او ناپاکو رایو سره یو ځای حساب نه کړي، پاکې رایې جلا کړي او د هيڅ ټيم تر اغېز لاندې رانه شي او د افغانستان په خلکو او برخلیک سیاسي معامله ونه کړي.))

نوموړي زیاته کړه، که د افغانستان د میلیونونو افغانانو غوښتنې ته توجه ونه شي، پراخ مدني فعالیتونه به ترسره کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل: ((موږ د خپلو غوښتنو د تحقق او ترسره کولو لپاره له ټولو لارو استفاده کوو.))

د ثبات او همپالنې ټيم غړي او لاریونوال کریم الله خاوري وویل: ((په بدخشان کې زموږ د لاریون او راټولېدو موخه داده چې موږ به دا ځل په هېڅ صورت ټاکنو کمېسیون ته د رایو د اعلان اجازه ورنه کړو، څو چې سپینې رایې له تورو جلا نه کړي او ۳۰۰ زره غیربایومتریک رایې لغوه نه کړي.))

نوموړي هم زیاته کړه، د کمېسیون له خوا زموږ غوښتنو ته د نه پاملرنې په صورت کې به لاریونونه نور هم پراخ کړي.

د دغه لاریون په پای کې د لاریون کوونکو له خوا پنځه ماده ییز پرېکړه لیک خپور شو.

په پرېکړه لیک کې راغلي: ((موږ د بدخشان اوسېدونکي به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې یو ځل بیا د خلکو پر برخلیک په درغلۍ جوړ حکومت حاکم شي او د افغانستان تازه په پښو درېدلې ديموکراسۍ ته له دې ډېر زیان ورسېږي، د افغانستان د ټاکنو کمېسیون چې د اساسي قانون او ټاکنو قانون له مخې د خلکو د رایو ساتونکی دی، باید سم، اصلي او قانوني مسیر ته را وګرځي او د قانون له نقض او ټاکنیزو کړنلارو او لوایحو تر پښو لاندې کولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي.))

د یاد پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي: ((موږ د بدخشان اوسېدونکي په دې اند يو چې یو ځانګړی ټاکنیز ټيم چې پراخ دولتي امکانات لري، په کمېسیون کې د نفوذ او ځينو کمېشنرانو ته د تمې ورکولو له لارې ټاکنې له خپل قانوني مسیر څخه منحرف کړې او د افغانستان د خلکو پاکې او رڼې ټاکنې یې نادیده ګڼلې او غواړي ۳۰۰ زره تقلبي او نامشروع رایو ته د قانوني بڼې ورکولو له لارې د خلکو پر برخلیک حاکم شي.))

د دغه پرېکړه لیک په وروستۍ ماده کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان غوښتل شوي چې د غیر بایومتریک رایو د لغوه کېدو او روڼتیا د تامین په برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ثبات او همپالنې ټيم لسګونو پلویانو په دایکنډي کې هم لاریون وکړ.

د دایکنډي د ولایتي شورا غړي غيرت علي جواهري او لاریونوال پژواک ته وویل، د معترضینو غوښتنه له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو جلا کېدل دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جلاکېدو غوښتنه کوو، ټاکنو کمېسیون باید د خلکو له رایو سره خیانت ونه کړي.))

نوموړي وویل، که د لاریون کوونکو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، پر پراخو لاریونونو او حرکتونو به لاس پورې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement