فیض اباد (پژواک ۱۶ لیندۍ ۹۸): د بدخشان په فیض اباد ښار کې د ثبات او همپالنې ټيم پلویانو د لاریون په ترسره کولو د غیر بایومتریک رایو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، لاریونونه به پراخ کړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو ځينې ټاکنیز ټکټونه لکه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.
ټاکنو خپلواک کمېسیون په بېلا بېلو ولایتونو کې د رایې ورکونې د اتو زرو محلونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړ او یاد بهیر تر اوسه په ۲۷ ولایتونو کې بشپړ شوی دى، خو اعتراض کوونکو یې په اوو ولایتونو کې مخه نیولې ده.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم سلګونو پلویانو نن د بدخشان په فیض اباد ښار کې لاريون وکړ.
د سميع الله ظهوري په نوم یوه لاریون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ د ننني لاریون موخه د عدالت د تامین لپاره د عدالت غوښتنه ده.))
هغه زیاته کړه، باید هغه ۳۰۰زره تقلبي رایې چې د ټاکنو کمېسیون د مېز پر سر پرتې دي، لغوه اعلان شي او د افغانانو رڼې او بایومتریک رایې وشمېرل شي؛ له دې پرته به پراخ مدني فعالیتونه ترسره کړي او د هرې درغلۍ پر وړاندې به درېږي.
د ثبات او همپالنې ټيم غړي او بل لاریون کوونکي فخر الدین قاری زاده پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ له ټاکنو کميسیونه غواړو چې د افغانانو پاکې رایې له تقلبي او ناپاکو رایو سره یو ځای حساب نه کړي، پاکې رایې جلا کړي او د هيڅ ټيم تر اغېز لاندې رانه شي او د افغانستان په خلکو او برخلیک سیاسي معامله ونه کړي.))
نوموړي زیاته کړه، که د افغانستان د میلیونونو افغانانو غوښتنې ته توجه ونه شي، پراخ مدني فعالیتونه به ترسره کړي.
نوموړي په ټینګار سره وویل: ((موږ د خپلو غوښتنو د تحقق او ترسره کولو لپاره له ټولو لارو استفاده کوو.))
د ثبات او همپالنې ټيم غړي او لاریونوال کریم الله خاوري وویل: ((په بدخشان کې زموږ د لاریون او راټولېدو موخه داده چې موږ به دا ځل په هېڅ صورت ټاکنو کمېسیون ته د رایو د اعلان اجازه ورنه کړو، څو چې سپینې رایې له تورو جلا نه کړي او ۳۰۰ زره غیربایومتریک رایې لغوه نه کړي.))
نوموړي هم زیاته کړه، د کمېسیون له خوا زموږ غوښتنو ته د نه پاملرنې په صورت کې به لاریونونه نور هم پراخ کړي.
د دغه لاریون په پای کې د لاریون کوونکو له خوا پنځه ماده ییز پرېکړه لیک خپور شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن