ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهاند رښتين د زوکړې سلمې کاليزې په مناسبت علمي سيمينار تر سره شو

د پوهاند رښتين د زوکړې سلمې کاليزې په مناسبت علمي سيمينار تر سره شو

author avatar
7 Dec 2019 - 16:01
د پوهاند رښتين د زوکړې سلمې کاليزې په مناسبت علمي سيمينار تر سره شو
author avatar
7 Dec 2019 - 16:01

جلال اباد (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨): ننګرهار ولايت مقام او اطلاعاتو فرهنګ رياست له لوري د پښتو ادب ځلانده ستوري پوهاند صديق الله رښتين د زوکړې سلمې کاليزې په مناسبت علمي سيمينار تر سره شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيمينار چې د ولايت مقام په تالار کې تر سره شو ، په کې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د پوهاند صديق الله رښتين د کورنۍ غړو، د پوهنتون استادانو، محصلينو او نورو شتون درلود.

مرستيال والي تميم عارف مومند وويل، چې پوهاند صديق الله رښتين له پلار څخه په کم عمر کې يتيم پاتې شو؛ خو مور يې پالنه وکړه او په سختو حالاتو کې يې تعليم وکړ، چې د هڅو او زحمتونو په پایله کې د پښتو ادب پنځم ستوری شو او تر ننه يې يادونه کيږي.

نوموړي زياته کړه چې پوهاند رښتين سلګونه کتابونه او مقالې په پښتو، دري، عربي او اردو ژبو ليکلي او ژباړلي، چې نسلونو ته يې لوی علم او معلومات په ميراث پرېيښي دي.

ددې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي وويل، چې د مشاهيرو، علمي سټو او ستورو نمانځلو څخه يې موخه د دوی د کړنو، اثارو او فعالیتونو په اړه نويو نسلونو ته د معلوماتو ورکړه او په علمي ډګر کې د هڅو تر سره کولو پیغام لېږدول دي.

د پوهاند صديق الله رښتين مشر زوی فضل الله رشتین او لور يې ډاکترې زيور رښتين د ولايت مقام رهبرۍ او اطلاعاتو فرهنګ رياست څخه مننه وکړه، چې د پوهاند صديق الله رښتين زوکړې سلمې کاليزې په مناسبت يې علمي سيمينار جوړ کړی.

دوی وويل، چې پلار يې د پښتو ادب او بډاينې ته هغه مهال ډېر کار کړی او هغه د هېواد جوړونې او هېوادوالو هوساينې فکر درلود، چې په بېلابېلو برخو کې يې نوي نسل ته د مثبت فکر جوړونې اثار پرېيښي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند محمد صابر مومند  د اړونده وزيرې حسينې ساپۍ پيغام ولوست، چې په کې پښتو ادب ته د پوهاند صديق الله رښتين د کړيو هڅو او خدمتونو يادونه شوې وه.

همدا راز د سيمينار پر مهال استاد محمد اصف صميم او استاد جانس خان ځړند، استاد سيد اکرم هاشمي د پوهاند صديق الله رښتين په اړه   خپلې خاطرې شريکې کړې او هغه يې د پښتو ادب په برخه کې ستر خدمتګار ياد کړ.

دوی وويل، پوهاند رښتين او د پښتو ادب نورو ستورو د ادب قوي بنسټ ايښی او نوی نسل بايد د دوی لاره تعقيب او دغه بنسټ لا پياوړی کړي.

د سيمينار پر مهال د پوهاند صديق الله رښتين پر ژوند، ليکل شويو اثارو، دندو او خدمتونو د پوهنتون استادانو علمي مقالې ولوستې او همدا راز اطلاعاتو او فرهنګ رياست په زيار د ارواښاد پر ژوند او هڅو جوړه شوې مستنده ويډيو هم وړاندې شوه.

پوهاند رښتين په  ١٢٩٨ لمريز کال کې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غازي اباد کلي کې زېږېدلى ، لومړنۍ زده کړې يې په کور کې وکړې  او په ١٣١١ لمريز کال کې د نجم الدين اخوندزاده   هډې صيب مدرسه کې  يې ديني زده کړې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.