ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: امنیتي بنسټونه دې ژمي کې هم په  عملیاتو او پلانونو تمرکز زیات کړي

غني: امنیتي بنسټونه دې ژمي کې هم په عملیاتو او پلانونو تمرکز زیات کړي

author avatar
7 Dec 2019 - 18:03
غني: امنیتي بنسټونه دې ژمي کې هم په  عملیاتو او پلانونو تمرکز زیات کړي
author avatar
7 Dec 2019 - 18:03

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨): ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې په ژمي کې هم په خپلو عملیاتو او امنیتي پلانونو تمرکز زیات کړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهور رئیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د رهبرۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په دغې غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمد الله محب هم حضور درلود، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د روانو عملیاتو، عملیاتي پلانونو او د وزارت د امنیتي برنامو په اړه جمهوررئیس ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، په ژمي کې د عملیاتو زیاتول، د لویو لارو او د ناامنه ولسوالیو د امنیت تامین د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

ده زياته کړې، د هیواد په شمال ختیځ، ختیځ، جنوب او شمال کې وروستيو عملیاتو مثبته پایله ورکړې او په ځانګړي ډول په ختیځ کې د داعش پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د یادې ډلې لسګونه کسان د افغانستان حکومت ته تسلیم شول.

په دې غونډه کې ولسمشر په ولایتونو کې پر روانو چاڼیزو عملیاتو خوښي وښوده او د امنیتي او دفاعي ځواکونوامنیتي پلان، عملیات او د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی یې وستایه.

هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو موثریت ته په اشارې وویل، ستاسو عملیات د دې لامل شول چې د دښمن د عملیاتو څپې پر وخت دفع شي.

ده د امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ ته په ختیځ کې د داعش ډلې پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریالیو عملیاتو مبارکي وویله او زیاته یې کړه،  د ولسوالیو د تصفیې او ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د قدر وړ دي. 

اشرف غني د امنیتي بنسټونو رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د ساتنې او د دښمن د بریدونو د دفع کولو لپاره په ژمي کې هم په خپلو عملیاتو او امنیتي پلانونو تمرکز زیات کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.