د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې لپاره د واټ پر سر نمايشونه ترسره شول

مزار کې له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې لپاره د واټ پر سر نمايشونه ترسره شول

Dec 07, 2019 - 17:44

مزارشريف (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې له بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې په موخه د واټ پر سر بېلابېل نمايشونه، لکه ورزش، سندرې او نقاشي ترسره شول.

دغه نمايشونه د ليندۍ په ۱۶مه د مهربانۍ سفيرانو له خوا اجرا شول، چې له کابل څخه مزارشريف ښار ته راغلي وو.

د مهربانۍ سفيرانو ګروپ مشر سعيد اصغري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی په هېواد کې د هغو شهيدانو اولادونو سره د مرستې په موخه د واټ پر سر پروګرامونه ترسره کوي، چې د هېواد د دفاع په لاره کې يې ځانونه قربان کړي وي.

هغه زياته کړه، ۹ کسيز ټيم يې لومړی په کابل کې ورته پروګرامونه کړي او له هغه وروسته يې هوډ دی چې نورو ولايتونو ته يې هم وغځېږي.

سعيد وويل، دوی د نمايش پر مهال  د سندرو، ورزش او نقاشۍ پروګرام ترسره کوي، چې پر مهال يې شتمن خلک د پيسو مرسته ورسره کوي او بيا دغه مرسته دوی په بې سرپرسته ماشومانو او د شهيدانو په وارثينو وېشي.

هغه زياتوي، په تېرو څو لسيزو جګړو کې د افغانستان خلکو ډېره قرباني ورکړې او بايد چې مرسته ورسره وشي.

نوموړی وايي، دوی په هر نمايش کې تر لس زره افغانيو پورې له خلکو ټولوي او بيا يې اړمنو کورنيو ته ورکوي.

حامد نوابي د مهربانۍ سفيرانو په ډله کې د نقاش په توګه کار کوي.

هغه پژواک ته وويل، ډېری د خپلې نقاشۍ له لارې هڅه کوي څو سوله ييز ذهنيت ته وده ورکړي او همدا راز خلکو ته د جګړو او ناامنيو منفي تاثيرات او زيانونه ور په ګوته کړي.

د هغه په خبره، د دوی له خوا پيل شوی حرکت نوی دی او زياته يې کړه چې لا هم ډېر خلک ورسره بشپړه اشنايي نه لري.

نوموړي له ښاريانو غوښتنه وکړه چې د روان ژمي په موسم کې هغه کورنۍ هېرې نه کړي، چې په غربت کې ژوند کوي او له ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ دي.

د مهربانۍ سفيرانو ډلې دغه غړي له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د بېوزله خلکو لاسنيوی وکړي.

مدني فعالان هم دغه حرکت له بېوزله خلکو سره د مرستې برخه کې اغېزمن بولي.

د مزارشريف اوسېدونکي او مدني فعال سيرت نوري پژواک ته وويل، چې د يو شمېر هغو امنيتي سرتېرو کورنۍ او ماشومان په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي، چې له هېواده د دفاع په لاره کې وژل شوي دي.

د هغه په خبره، د حکومت تر څنګ بايد خيريه ټولنې او نور شتمن کسان هم له دغو کورنيو سره مرسته وکړي.

د مهربانۍ سفيرانو ګروپ وايي، دوی د ځينو مناسبتي ورځو په وياړ هم د واټ پر سر د نمايش پروګرامونه جوړوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan