د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګه ناکامورا ته د احترام په پار ۱۰ ثانیې چوپ پاتې شوه

ولسي جرګه ناکامورا ته د احترام په پار ۱۰ ثانیې چوپ پاتې شوه

Dec 07, 2019 - 16:47

کابل (پژواک،۱۶ لیندۍ ۹۸): د ولسي جرګې غړي ناکامورا ته د احترام په پار په جرګه کې د نوموړي د انځور اېښودو سربېره لس ثانیې چوپ پاتې شول، د ناکامورا وژنه یې د سیمې د استخباراتو کار وباله او د ده د وژنې د عاملانو د پېژندلو غوښتنه یې وکړه.

دغه برید چې مسوولیت یې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستى د روان کال د لیندۍ په ۱۳ مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې رامنځته شو.

افغان ولسمشر څه موده مخکې د PMS جاپانۍ موسسې رییس ډاکتر ناکامورا ته چې په وروستیو لسیزو کې یې په افغانسان کې د کرنې او بیارغونې په برخه کې خیریه کارونه ترسره کول د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی و.

دده د کارونو له ډلې د ننګرهار ولایت په خېوې ولسوالۍ کې د مروارید په نوم د یوه ستر کانال جوړول و چې د هغه په وسیله د کونړ له سیند څخه زرګونه جريبه ځکمې خړوبېږي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ناکامورا انځور د نوموړي شخصیت ته د درناوي په پار د ناستې په مخکې اېښودل شوی و.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، هغه څه چې ناکامورا په افغانستان کې ترسره کړي حکومت یې د ترسره کېدو توان نه درلود.

نوموړې د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته د سیمې استخبارات د ناکامورا په وژلو تورن کړل او پر   حکومت یې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: ((هغه کسان چې ارزښت نه لري ورته زرې موټر ورکړل شوي خو د ناکامورا امنیت ته هېڅ پاملرنه نه کېده او باید قاتلین یې وپېژندل شي او اعدام شي.))

په یاده جرګه کې د ننګرهار د خلکو بل استازي حاجي حضرت علي وویل: ((ناکامورا د کونړ سیند د کانال له امله ترور شوی، د کانال ایستلو او ننګرهار د زرغونولو قرباني شوی، د نوموړي وژنه یو سیاسي عمل دی.))

د ننګرهار د خلکو بلې استازې انیسې عمراني وویل: ((نوموړی د بېروني لاسوهنې او داخلي لاسونو د پلان په اساس وژل شوی دی، عاملین یې باید وپېژندل شي او سخته سزا ورکړل شي.))

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي حاجي خان محمد وردګ وویل: ((د ناکامورا وژنه خیانت دی او هر چا چې د نورو په اشاره دغه کار ترسره کړی باید وپېژندل شي او قانوني چلند ورسره وشي.))

د ولسي جرګې ځینو نورو غړو هم د ناکامورا قاتلینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د ناکامورا کورنۍ او د جاپان خلکو ته د تسلیت ترڅنګ وویل: ((هغه کسان د بښنې وړ نه دي چې دغه عمل یې ترسره کړی دی.))

نوموړي پر ناکامورا برید پر انسانیت برید وباله او ددې جرګې د داخلي امنیت او نړیوالو چارو کمېسیونونو ته یې دنده ورکړه چې یاده پېښه و څېړي او پایلې یې له جرګې سره شریکې کړي.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې غړي ناکامورا ته د احترام لپاره له خپلو ځایونو پورته او د لسو ثانیو لپاره یې چوپتیا غوره کړه.

 نن د ناکامورا جسد د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له کابله جاپان ته ولېږدول شو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement