ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر پوځي اډې بريد کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي

پر پوځي اډې بريد کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي

author avatar
7 Dec 2019 - 09:20
پر پوځي اډې بريد کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي
author avatar
7 Dec 2019 - 09:20

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨) : د امريکا پر يوې پوځي اډې د يوه بهرني سرتېري په ډزو کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

امريکايي رسنيو خبر و رکړى چې دا پيښه پرون د امريکا ښار په فلوريډا ا يالت کې د بحري ځواکونو پر يوې پوځي اډې کې رامنځته شوې ده.

ځايي امنيتي مسوولينو ويلي چې د سعودي عربستان د هوايي ځواک يو تن سرتېرى چې په ياده اډه کې يې روزنه ترلاسه کوله، پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي او په ځوابي ډزو کې بريدګر هم وژل شوى دى.

بلخوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ټويټ کې ددې بريد د غندلو ترڅنګ ويلي  چې د سعود پاچا ورسره په ټېلېفوني اړيکه کې غمرازي څرګنده کړې او دا بريد يې غندلى دى.

دا په يوه اونۍ کې د امريکا په پوځي اډو کې د بريد دويمه پېښه ده.

تېره اونۍ د لوزيانا ايالت پر يوې پوځي اډې بريد کې ١١ کسان ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.