ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Dec 2019 - 15:20
په فاریاب کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Dec 2019 - 15:20

ميمنه(پژواک، ١٦ لیندۍ ٩٨): د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې یو امنیتي سرتېری وژل شو او پنځه نور ټپیان دي.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېره شپه ۹ بجې د میمنې ښار د شمال ختیځ لوري په ۱۵ کیلومترۍ کې د کته قشلاق کلي پر امنیتي پوسته له څو لوریو برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د دواړو لوریو ترمنځ په دوه ساعته نښته کې یو امنیتي منسوب وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

دغه راز په سیمه کې د چټک غبرګون قطعې د پولیسو قوماندانۍ منصور عزیزي وویل، په دې جګړه کې د قوماندان سلیم اړوند یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

په سیمه کې د طالبانو یو مسوول وايي چې برید دوه ساعته دوام وکړ او په پایله کې یې د کته قشلاق کلی او یوه پوسته نیولي دي.

د ده په خبره، یو امنیتي سرتېری یې وژلی، اووه نور یې ټپیان کړي او د امنیتي سرتېرو یو شمېر وسلې او مهمات یې هم نیولي دي.

د سیمه يوه اوسېدونکي او د وژل شوي کس ورور محمد اکبر پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ورور مې سنت الله دوه کاله مخکې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ و خو دنده یې پیدا نه کړه او مجبور شو چې له ولسي پاڅون کوونکو سره یو ځای شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.