ترينکوټ (پژواک، ١٧ لېندۍ ۹۸): په اروزګان ولايت کې د هندوستان د مرسته شوو څلور زره ټنه غنمو د وېش لړۍ پیل شوه.
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د دې مرستو د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا غنم به د دغه ولايت پر شل زرو هغو کورنيو ووېشل شي چې د جګړې له امله بې ځايه شوي او په بد حال کې ژوند کوي.
د دغه ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر عصمت الله فيض وايي چې هرې کورنۍ ته به سل کيلوګرامه غنم ورکړل شي.
فيض وايي، د اړمنو کورنیو نښه کولو په موخه د دولتي او غيري دولتي ادارو څخه تر سل پورې کارکوونکو سروې کړې ده.
د هغه په وينا، دوه زره ټنه په ترينکوټ او پاتې به يې په ولسواليو کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شي.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي سردارمحمد چې د جګړې له امله بې ځايه شوى، له دې مرستو د مننې ترڅنګ د سرپناه او نورو مرستو غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن