ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکيې په افغانستان کې پانګونې ته تیاری وښود

ترکيې په افغانستان کې پانګونې ته تیاری وښود

author avatar
8 Dec 2019 - 20:12
ترکيې په افغانستان کې پانګونې ته تیاری وښود
author avatar
8 Dec 2019 - 20:12

کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٨): ترکيې په افغانستان کې د لویو انکشافي پروژو، د کانونو، ټرانزیټ، برېښنا او سیمه ییز اتصال په برخو کې پانګونې ته چمتووالى وښود.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د ترکیې استانبول ښار کې د یاد هېواد د بهرنیو اقتصادي اړیکو بورډ رئیس نایل اولپاک او د ترکیې – افغانستان د سوداګریزې شورا رئیس سليمان سیلیف سره وکتل.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د افغانستان او ترکیې دوستانه مناسباتو او دوامداره اړیکو ته په اشارې وویل، افغانستان د لویو انکشافي پروژو او د اوبو د بندونو د معیاري ډیزاین او څارنې په برخو کې د ترکیې له بریالیو تجربو څخه ګټې اخیستنې ته لېوال دی.

هغه زیاته کړه، د  افغانستان او ترکیې د دغو همکاریو په پایله کې به انکشافي پروژې په مناسبه بیه، ښه کیفیت او پر وخت تطبیق او بشپړې شي.

نوموړي په افغانستان کې د کانونو، د برېښنا، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د پانګونې فرصتونه تشریح  او ترکي پانګوال یې په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅول.

د ده په وينا، د اورګاډي پټلۍ او د سیمه ییز اتصال په برخو کې پانګونه له ترکیې او سیمې سره  د افغانستان د نښلولو او سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ارزښتناکه ده.

ولسمشر همدارنګه د افغاني محصولاتو لکه جلغوزیو، پستې، بادامو، چارمغزو او نورو د ارزښت ځنځیر پر ایجاد په ټینګارس ره وویل، موږ باید په دې برخه کې تخنیکي ظرفیت لوړ کړو، ترڅو زموږ صنعتکاران په نړیوالو معیارونو برابر توکي بسته بندي او صادر کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ رئیس ولسمشر غني ته د ښه راغلاست پرمهال ترکیې ته د هغه په سفر خوښي وښوده او د لویو انکشافي پروژو، د کانونو، ټرانزیټ، برېښنا او سیمه ییز اتصال په برخو کې یې پانګونې ته تیاری وښود او ژمنه یې وکړه چې ترکي پانګوال او شرکتونه به په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.