ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب پولیسو د ځانګړو قطعو قوماندان وژل شوی

د فاریاب پولیسو د ځانګړو قطعو قوماندان وژل شوی

author avatar
8 Dec 2019 - 14:52
د فاریاب پولیسو د ځانګړو قطعو قوماندان وژل شوی
author avatar
8 Dec 2019 - 14:52

میمنه (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۸): د فاریاب ولایت پولیسو د ځانګړو قطعو قوماندان له دوو نورو ساتونکو سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د شولګر ولسوالۍ د پولیسو قوماندان سیدعارف اقبالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د بلخ په یاده ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې د فاریاب ولایت د ځانګړو ځواکو قوماندان محمدخان احمدي د خپل پلار د جنازې خاورو سپارولو په موخه شولګر ولسوالۍ ته تللی و.

د اقبالي په خبره، د فاریاب د پولیسو دغه لوړپوړی افسر له یوې اوونۍ راهیسې په دې ولسوالۍ کې و او تېره شپه د خپلې خور په کور کې مېلمه و چې شاوخوا لس بجې طالبان پر یاد کور برید وکړ چې احمدي او دوه ساتونکي یې ووژل شول او موټروان او موټر یې هغوی له ځان سره بوتلل.

نوموړي وویل چې طالبانو د لارې د خرابوالي او خټو له امله ونه شو کولای د قوماندان موټر له ځان سره بوځي، مجبور شوي موټر پرېږدي او وتښتي.

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، یو ساتونکی، موټروان او د دغه قوماندان موټر دویم ځل د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

د فاریاب پولیس وایي چې د احمدي د وژلو په توریې د هغه موټروان او یو ساتونکی نیولي دي.

طالنو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.