پل علم (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ يو څارنوال تښتولى دى.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د استيناف يو څارنوال عبدالغفار د مرکز پل علم د لومړۍ حوزې د موټر پلورنځيو له سيمې تښتولى دى.
هغه وايي: ((تر اوسه معلومه نه ده چې څارنوال چا او د کومې موخې لپاره تښتولى دى.))
خو د والي وياند زياتوي چې پوليسو د څارنوال د پيدا کولو او خلاصون په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.
د ياد څارنوال د تښتولو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، تېره شپه په همدې سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د لوګر د پاڅونوالو د مشر فرهاد اکبري يو ساتونکى پر چړو وژلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن