ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه

د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه

author avatar
8 Dec 2019 - 16:24
د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه
author avatar
8 Dec 2019 - 16:24

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٨) : د يوه ورځني کرکټ د نړيوال جام سياليو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ملي ١٩ کلنه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ له خوا دليندۍ په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام راتلونکې مياشت، د ۲۰۲۰ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې په سوېلي افريقا هېواد کې پيلېږي.

سرچينې زياته کړې، د نړيوال جام سياليو لپاره په ټاکل شوې لوبډله کې لوبغاړي د دوی وړتياوو  ته په کتلو غوره شوي دي، تر څو د ۱۹ کلنو په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لپاره ښه وځلېږي او د هېواد لپاره وياړونه راوړي.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيز نوملړ کې لاندې کسان شامل دي:

فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي.

همدا راز سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی د احتياطي يا ريزرف لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

افغان لوبډله په ډي ګروپ کې شامله ده، چې په دغه ګروپ کې به د جنورۍ په ۱۷مه له سوېلي افريقا، د جنورۍ په ۲۲مه له متحده عربي اماراتو او د جنورۍ په ۲۴مه له کاناډا لوبډلې سره مخامخ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.