جلال اباد (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د ننګرهار چارواکي وایي، پولیسو په جلال اباد ښار کې ۴ کسان د ۲۲۶ کیلوګرامه نشه یې توکو سره یو ځای نیولي دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، پولیسو د جلال اباد ښار د اوومې او نهمې حوزو او بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د درېیو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په درې وسایطو کې ځای پر ځای شوي ۱۴۱ کیلوګرامه چرس او ۸۵ کیلوګرامه تریاک له ۴ تنو سره یو ځای نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دویم څارن فرید خان وایي، د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو یې د اوومې ناحیې اړوند په دوه سرکي سیمه کې په یو ویکسار موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۶ کیلوګرامه چرس له یوه کس سره نیولي.
نوموړي زیاته کړه، یادو پولیسو د نهمې حوزې اړوند په ثمرخېلو سیمه کې په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۲۵ کیلوګرامه چرس له دوو کسانو سره یو ځای نیولي دي .
د هغه په وينا، پولیسو د ملي اردو له ځواکونو سره په ګډه د بټي کوټ ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې په یو ډاډسن موټر کې ځای پر ځای شوي ۸۵ کیلوګرامه تریاک له یو بل تن سره یو ځای نیولي دي .
فريد خان وايي، نیول شوي کسان په اړوند څانګو کې تر څېړنو لاندې دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن