ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګانو کې د ثبات او همپالنې ټيم په پلوۍ سلګونو کسانو لاریون وکړ

په سمنګانو کې د ثبات او همپالنې ټيم په پلوۍ سلګونو کسانو لاریون وکړ

author avatar
8 Dec 2019 - 19:01
په سمنګانو کې د ثبات او همپالنې ټيم په پلوۍ سلګونو کسانو لاریون وکړ
author avatar
8 Dec 2019 - 19:01

ایبک (پژواک، ۱۷ ليندۍ ۹۸): د سمنګانو په مرکز کې د ثبات او همپالنې ټيم د لایونونو په ترڅ کې له ټاکنو کمېسیونه غوښتي چې د ټاکنو پایلې د پاکو او ناپاکو رایو له  جلا کولو وړاندې اعلان نه کړي.  

ولسمشزیزې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې. خلکو په دغو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون دیارلسو نوماندانو ته رایې ورکړې.

د ټاکنو د پایلو اعلان یو ځل د تلې له ۲۷مې د لړم ۲۳مې ته وځنډېدې؛ خو د لړم په ۲۳مه هم اعلان نه شوې او معلومه نه ده چي کله به اعلانېږي.

ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایې ورکونې د یوشمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه سرته رسولې؛ خو یوشمېر ټاکنیزې ډلې په ځانګړې توګه د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم په ۷ ولایتونو کې د دغه تفتیش او بیا شمېرنې مانع ګرځېدلی او وایې چې له بایومټریک سیستم څخه یوشمېر ایستل شوې او د ټاکنو لپاره له وخته مخکې او وروسته په صندقونو کې اچول شوې رایې باید باطلې شي.

نن په سمنګانو کې لاریون کوونکي د عبدالله عبدالله پلویان وو چې د ملي جنبش، اسلامي جمعیت او ملي ګوند پورې تړلي غړي په کې شامل وو، ورته خبرې یې درلودې او شعار یې ورکاوه چې «موږ درغلي نه منو»، «پاکې رایې دې له ناپاکو رایو جلا شي».

دوی چې شمېر یې سلګونه تنو ته رسېده، د سمنګانو د ایبک ښار بندر کې یې د مزار – کابل لاره نن له ۹ بجو د ماسپښین تر دوو بجو د ترافیکو پرمخ د اعتراض په ډول تړلې وه.

د اسلامي جنبش ولایتي مسوول او لاریون کوونکي مخدوم عبدالحی رحماني وویل: «هغه رایې چې له رسمې وخت وړاندې او وروسته د رایو په صندوقونو کې اچول شوې، باطلې دي او بې له بایومټریکه رایې هم د باور وړ نه دي.»

د اسلامي جمعیت یوه غړي محمد سالم وویل چې دا لاریون د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو په موخه ترسره شوى دى.

نوموړي ادعا وکړه چې ټاکنو خپلواک کمېسیون یو اړخیز عمل کوي. هغه له نوموړي کمېسیونه وغوښتل چې د قانون او طرزالعمل له مخې دې په بۍ طرفۍ سره عمل وکړي او د ټاکنو پایلې دې په شفاف ډول اعلان کړي.

له دې وړاندې هم په مرکز او ولایتونو کې دې ته ورته لاریونونه ترسره شوي دي. همدارنګه د ولسمشرۍ یوشمېر نوماندان او د هېواد سیاسیونو د ټاکنو له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره د موقت حکومت غوښتنه کړې او ځينو نوماندانو د مشارکتي حکومت غوښتنه کړې ده، خو دغه غوښتنې د ځینو له نیوکو سره مخامخ شوې.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ټاکنو کمېسیون د غړو، ټاکنیزو ټکټونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو، مدني فعالانو او رسنیو د استازو په ګډون د شته ټاکنیزو ستونزو په اړه یوه ۷۰ کسیزه ناسته ترسره شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.