ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې خبریالانې په کاري ساحه کې له ستونزو سره مخ دي

په کندهار کې خبریالانې په کاري ساحه کې له ستونزو سره مخ دي

author avatar
8 Dec 2019 - 16:27
په کندهار کې خبریالانې په کاري ساحه کې له ستونزو سره مخ دي
author avatar
8 Dec 2019 - 16:27

کندهار (پژواک،۱۷ لېندۍ ۹۸): په کندهار کې مېشتې ښځینه خبریالانې وايي، په کاري ساحه کې له ستونزو سره مخ دي چې د دوی پر ژورنالیستیکو فعالیتونو یې ناوړه اغېز کړی دی.

دغه څرګندونې د کندهار ښځینه خبریالانو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ښځینه څانګې له مسوولې وحیدې فیضي سره په لیدنه کې وکړې.

په دې ناسته کې د دې ولایت ۲۰ تنو ښځینه ژورنالیستانو ګډون کړی وو.

په دې اړه د کندهار د ښځينه خبریالانو په استازولۍ خبریالې رنګینې انوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې ښځينه خبریالانې په کاري ساحه کې له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ دي چې د دوی ژورنالیستیک کارونه یې پیکه کړي دي.

هغې زیاته کړه، په ټولیزه توګه په کندهار کې د ښځينه خبریالانو کارونه د راډیو یا ټلوېزیون د دفتر تر مېزه محدود شوي او په ساحه کې د کار کولو زمینه نه ده ورته برابره شوې.

د دې په خبره، امنیتي ستونزې، ټولنیز او دودیز مسایل ښځینه خبریالانې په ساحه کې له کار کولو راګرځوي.

دې دغه راز شکایت وکړ چې د نارینه خبریالانو په څېر ښځينه خبریالانو ته هومره روزنیز پروګرامونه نه جوړېږي او که جوړېږي هم نو د رسنیو مسوولین په کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

انوري دغه راز یادونه وکړه چې د ښځینه خبریالانو معاشات ډېر ټیټ دي او تر ټولو بده دا چې همدا ټیټ معاش هم پر وخت نه ورکول کېږي.

هغې غوښتنه وکړه چې د ښځینه خبریالانو د ستونزو د حل او د هغوی لپاره د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه دې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د ښځينه خبریالانو څانګه جوړه کړي، څو وخت په وخت خپلمنځي ناستې وکړي او د خپلو ستونزو د حل لارې چارې ولټوي.

د خوندیتوب کمېټې د ښځینه خبریالانو د څانګې مسووله وحیده فیضي وايي، په کندهار کې یې د ښځینه خبریالانو ستونزې اورېدلي او د حل په لټه کې یې ده.

هغه زیاتوي، تر ټولو مهمه دا ده چې ښځینه خبریالانې خپلمنځي یووالی وساتي او په رسنیو کې د دندې پر مهال رسمي پړاوونه بشپړ کړي.

د دې په خبره، د ښځینه خبریالانو ستونزې د حل په موخه د ولایتي او مرکزي ادارې له چارواکو سره شریکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.