د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ د عامې روغتيا رياست پر سر بيا ناندرۍ راپورته شوې دي

د بلخ د عامې روغتيا رياست پر سر بيا ناندرۍ راپورته شوې دي

Dec 08, 2019 - 14:26

مزارشريف (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۸): د بلخ د عامې روغتيا رياست څوکۍ يو ځل بيا جنجالي شوې چې له امله يې د بلخ حوزوي روغتون چارې ټکنۍ شوې دي.

د دغه ولايت يوې باوري سرچينې د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مقام يو ځل بيا د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست لپاره د ډاکتر خليل حکمتي د ګومارل کېدو برخه کې ناغېړي کوي.

د بلخ ولايتي شورا هم غوښتنه کوي چې حکومت بايد يادې ستونزې ته په عاجل ډول رسېدنه وکړي.

د بلخ د حوزوي روغتون ډاکتران او د مزارشريف مدني فعالان وايي چې روان وضعيت پر روغتيايي خدماتو منفي اغېزه کړې او حکومت يې بايد ژر تر ژره حل کړي.

شاوخوا اووه مياشتې وړاندې ډاکتر خليل حکمتي د ازاد رقابت له لارې د ډاکتر ميرويس ربېع پر ځای د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه وټاکل شو خو د ربېع د مخالفت له امله ياد جنجال نږدې يوه مياشت دوام وکړ.

هغه مهال مرکزي حکومت، بلخ ولايت مقام او ډاکتر مېرويس ربېع ترمنځ د يوه جوړجاړي په پايله کې ډاکټر خليل حکمتي د ننګرهار د عامې روغتيا رياست ته ولېږل شو او د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد درانی د بلخ رياست ته د خدمتي رييس په توګه واستول شو، چې نږدې شپږ مياشتې يې د سرپرست ريس په توګه دنده ترسره کړه.

اوس په تازه اقدام کې د عامې روغتيا وزارت له خوا ډاکتر نصيراحمد درانی بېرته د ننګرهار د عامې روغتيا رييس په توګه معرفي شوی او د بلخ عامې روغتيا رياست څوکۍ د بيا ځلي جنجال له امله بې سرپرسته پاتې ده.

يادې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، مرکزي حکومت غوښتل ډاکتر خليل حکمتي په دغه ولايت کې د عامې روغتيا د رييس په توګه وګوماري خو زياتوي چې د ولايت مقام د نه همکارۍ له امله دغه چاره ځنډېدلې ده.

دا چې ولايت مقام ولې د حکمتي د معرفي کېدو په برخه کې اقدام نه کوي، په دې اړه سرچينې څه ونه ويل.

په ورته مهال د بلخ د حوزوي روغتون ډاکټران وايي چې د روان وضعيت دوام پر روغتيايي خدماتو منفي اغېز کړی دی.

د بلخ د حوزوي روغتون د داخله ناروغيو يوه ډاکتر پروفيسور غلام حيدر له پژواک سره په مرکه کې وويل چې له تېرو شاوخوا اوه مياشتو راهيسې د بلخ د عامې روغتيا رياست سرپرستي د روغتيايي خدماتو برخه کې منفي اغېزې کړي دي.

هغه زياتوي چې دمګړۍ د بلخ په حوزوي روغتون کې طبي مواد د نشت برابر شوي او د شفاخانې بودجه هم ختمه شوې ده.

نوموى وايي: ((د بلخ په حوزوي روغتون کې وضعيت دومره خراب دی چې حتی موږ سره په  روغتون کې يوه ستن هم نه ده پاتې، د شفاخانې بودجه ختمه شوې او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))

د بلخ ملکي روغتون دغه معالج ډاکټر وايي چې د يادو ستونزو د حل په موخه ډاکټرانو تېره پنجشنبې بلخ ولايت مقام ته مراجعه وکړه او هلته يې له سيمه ييزو چارواکو څخه د ډاکټر خليل حکمتي د معرفي کېدو غوښتنه هم وکړه.

د هغه په خبره بلخ ولايت مقام کې ورته ويل شوي چې حکمتي د عامې روغتيا رياست لپاره مناسب نه دی او حکومت هڅه کوي چې يو بل وړ کس پر دغه پوست باندې وګوماري.

ډاکټر غلام حيدر غوښتنه کوي چې په بلخ کې د روغتيايي خدماتو د بېرته عادي کېدو په موخه بايد حکومت عاجل اقدامات وکړي.

نوموړی هيله لري چې په روغتيايي برخه کې دې له سياسي ملاحظاتو لرې وساتلی شي.

د بلخ ولايتي شورا هم د يادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل چې بلخ ولايت مقام او ډاکټر خليل حکمتي د يوه تفاهم په درشل کې دي او هيله يې وکړه چې ولايت مقام به په دې برخه کې سمه پرېکړه وکړي.

هغه زياته کړه چې د بلخ د حوزوي روغتون ډاکټرانو ولايتي شورا ته هم مراجعه کړې وه او د روغتيا برخه کې د ګڼو ستونزو له شتون څخه يې شکايت درلود.

حديد وايي چې بلخ ملکي روغتون د شمال زون په کچه روغتيايي مرکز دی چې د سرپرستۍ د دوام او همدا راز د مرکزي حکومت د نا پاملرنې له امله يې چارې ټکنۍ شوي دي.

د حديد په خبره که مرکزي حکومت د دې ستونزې حل برخه کې عاجل ګام پورته نکړي؛ نو پر حکومت به د خلکو بې باوري نوره هم زياته شي.

د مزارشريف مدني فعالان هم روان وضعيت د خلکو په زيان بولي او غوښتنه کوي، چې ملکي ادارو کې بايد د وړتيا پر اساس ګمارنې وشي.

مدني فعال سيرت نوري پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د بلخ عامې روغتيا رياست پر سر ناندرۍ روانې دي.

هغه زياتوي چې په دې موده کې د بلخ روغتيايي چارو سخت زيان ليدلی خو په وينا يې چې مرکزي حکومت هم په دې برخ کې ناغېړي کوي.

نوموړی وايي، حکومت بايد د يو شمېر اشخاصو شخصي سليقې يو لور ته پرېږدي او هغه کسان په دندو وګماري چې خلکو ته د خدمت کولو توانايي لري.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د ډاکټر خليل حکمتي نظر هم واخلي خو بريالی نه شو.

بلخ ولايت مقام بيا د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست پر څوکۍ د بيا ځلي جنجال راپيدا کېدل نه تاييدوي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د بلخ ملکي روغتون ډاکټرانو ولايت مقام ته مراجعه کړې وه او د ډاکټر خليل حکمتي د معرفي کېدو غوښتنه يې کوله.

فرهاد زياتوي چې بلخ ولايت مقام په دغه موضوع کې د هيچا مخالفت نه دی کړی، بلکې په خبره يې چې دوی د بلخ د ملکي روغتون د ډاکټرانو عريضه د مرکزي حکومت تر غوږه رسولې ده.

نوموړی وايي چې مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول عامې روغتيا وزارت هر څوک د بلخ صحت عامې رياست لپاره وګماري؛ نو دوی به يې رسما معرفي کړي.

فرهاد مني، چې شپږ مياشتې وړاندې د بلخ عامې روغتيا رياست څوکۍ لپاره د ډاکټر خليل حکمتي د معرفي کېدو مخالفت شوی وو؛ خو زياته يې کړه چې اوس وضعيت بدل شوی او هغه کس به معرفي کېږي، چې مرکزي حکومت او عامې روغتيا وزارت لخوا بلخ ته ولېږل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement