مهترلام (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): د لغمان په مرکز سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د ۲۴ کيلومتره سړک هوارولو پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د يادې پروژې د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د لغمان پر والي محمد اصف ننګ سربېره د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي، د ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رييس انجنير فقيرالله، ژورنالېستانو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
د مهترلام ښاروال د معلوماتو له مخې، د مهترلام ښار اړوند د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د ۲۴ کيلومتره سړک هوارولو پروژه د ۸،۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت چې مصرف يې د مهترلام ښاروالۍ له خوا ورکول شوی، ګټې اخيستنې ته وسپارله.
نوموړي زياته کړه، د يادو سړکونو په جوړېدو سره به د سيمې ۲۳۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه واخلي.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ د خوښۍ ترڅنګ د مهترلام له ښارواله مننه وکړه چې د يادو سړکونو هوارولو پروژه يې په ښه بڼه پای ته ورسوله.
نوموړي په ياده ساحه کې له ټولو کورنيو غوښتنه وکړه چې د سړکونو حدوداتو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي، څو په راتلونکي کې دوی ته مالي زيان ونه رسېږي.
ننګ وويل، په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې به د پاتې سړکونو هوارولو چارې هم ډېر ژر پیل شي، څو د ولسونو ستونزې حل شي.
د يادولو ده، له دې مخکې هم د مهترلام ښاروالۍ له لوري په لغمان کې د بيارغونې ګڼې نورې پروژې هم ګټې اخيستې ته سپارل شوې او په نږدې کې به نورې هم پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن