د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د پکتيا په ځينو کانونو کې غیر قانوني کیندنې کېږي"

"د پکتيا په ځينو کانونو کې غیر قانوني کیندنې کېږي"

Dec 08, 2019 - 16:36

ګردېز (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۸): د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ځيني کانونه په غير قانوني ډول کيندل کېږي.

دوی د يادو کانونو د مشخصې سروې او نورو معلوماتو نه شتون اساسي ستونزه بولي او وايي، سره له دې چې پانګه وال د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوال دي، خو د اړوندو ادارو له خوا له دوی سره هېڅ مرسته نه ده شوې.

د يادې خونې مشر عبدالنصير عالميار د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زرمت، جانیخېل، سيد کرم او احمدابا ولسواليو کې ځيني معلوم کانونه شته خو په غيرقانوني ډول کيندل کېږي او مخنيوي يې نه کېږي.

عالميار وايي، د کانونو د کيندل کېدو ځايونه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي او د جانيخېلو ولسوالي د دوه ځلي سقوط او د ځينو نورو جګړو عوامل هم اقتصادي دي.

ده زياته کړه: ((همدا اوس کريستال، کرومايټ او مِس په غيرقانوني ډول استخراجېږي، دولت بايد د دې کانونو ظرفيت، کچه او ماهيت معلوم کړي او مشخصې سروې ګانې يې وکړي.))

ځيني پانګه وال هم د پکتيا کانونو ته د اړوند وزارت له خوا پر نه پاملرنه نيوکه کوي او وايي د ياد بنسټ له خوا تر اوسه د کانونو هېڅ قرارداد نه دی شوی او نه يې په اړه له دوی سره معلومات شريک شوي دي.

له دې ډلې محمد خالد نوابزاده پژواک ته وويل: ((پکتيا ښه معدنونه لري، خو تر اوسه يې هېڅ سروې نه ده شوې او نه کوم سرمايه ګذار ته په دې برخه کې د سرمايه ګذاري زمينه برابره شوې ده.))

دغه راز بل سوداګر عبدالغفور روان وايي، که په پکتيا کې د شته بېلابېلو کانونو سروې وشي او معلومات يې شريک شي، نو کورني او بهرني پانګه وال به په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

روان وويل: ((تر اوسه پورې حکومت په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی او نه يې چا ته دا معلومات ورکړي چې کومو ځايونو کې کوم معدنونه شته، کوم ځايونو کې کندنکاري شوې او نور.))

همدارنګه د پکتيا ولايتي شورا هم دا مسئله جدي بولي او وايي چې د کانونو غير قانوني کيندنې له مخالفو وسله والو ډلو سره په مالي ملاتړ کې مرسته کوي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي سخي جان وفايار پژواک ته وويل چې د ناامنيو له امله په ځينو سيمو کې په غير فني او غير قانوني ډول کانونه کيندل شوي خو زياتوي چې په احمدابا ولسوالي کې يې د قومي پرېکړې پر اساس د مسو د لوی کان د کيندنو مخه نيولې ده.

وفايار وايي: ((زموږ او ستاسې غرونه ټول له کانونو ډک دي. د احمدابا ولسوالي د مسو کان په اړه به درته ووايم چې پر دې کان د غلو او ځينو ډلو لخوا يو څه کار شوی و، خو اوس بند شوی دی. که دولت پر دې کار وکړي، هم به يې خلکو ته ګټه ورسېږي او هم دولت ته.))

د پکتيا ولايت د کانونو او پټروليم رييس فرهاد يوسفزی چې نوې يې دنده پيل کړې، پکتيا ته د اړوند وزارت نه پاملرنه خواشينوونکي بولي او وايي چې په دغه ولايت کې هم د ځينو نورو په څېر قيمتي او کم پيدا کيدونکي جواهر شته چې بايد کار پرې وشي.

يوسفزي پژواک ته وويل چې د پکتيا د کاني زېرمو په اړه د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د وخت سروې او معلومات شته او هڅه کوي چې د خپلې ادارې د سروې د ټيمونو په مټ نوې سروګانې وکړي.

ده زياته کړه چې په غير قانوني ډول د کانونو د کيندل کېدو په اړه ورته رسمي معلومات نه دي رسېدلي.

فرهاد يوسفزی وايي: ((په پکتيا کې زيات معادن شته، لکه کرومايټ، تالک، کلسيت، مِس، ډبرو سکاره او ځيني ساختماني مواد. وزارت معادن خپل د سروې ټيمونه لري چې ولايتونو ته ځي او سروې ګانې کوي، موږ هم پيشنهاد کړی چې دا ټيمونه دلته راشي او نوې سروې وکړي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم مني چې د دوی تر واک لاندې ځينو سيمو کې کانونه کيندل کېږي.

مجاهد وايي، دغه کيندنې د خلکو له خوا ترسره کېږي او طالبان يې ځکه مخه نه نيسي چې د خلکو اقتصاد ور پورې تړلى دى.

د يادونې ده، په ۲۰۱۵ کال کې يوه ډله کسانو په جعلي قراردادونو د احمدابا ولسوالي د مِسو له کان څخه سلګونه ټنه مِس ويستلي و چې د پکتيا ولايت او کانونو وزارت ځينې چارواکي هم پکې ښکېل و او د رسنيو له رپوټونو وروسته يې د کيندنو مخه ونيول شوه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement