ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا په ځينو کانونو کې غیر قانوني کیندنې کېږي”

“د پکتيا په ځينو کانونو کې غیر قانوني کیندنې کېږي”

author avatar
8 Dec 2019 - 16:36
“د پکتيا په ځينو کانونو کې غیر قانوني کیندنې کېږي”
author avatar
8 Dec 2019 - 16:36

ګردېز (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۸): د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ځيني کانونه په غير قانوني ډول کيندل کېږي.

دوی د يادو کانونو د مشخصې سروې او نورو معلوماتو نه شتون اساسي ستونزه بولي او وايي، سره له دې چې پانګه وال د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوال دي، خو د اړوندو ادارو له خوا له دوی سره هېڅ مرسته نه ده شوې.

د يادې خونې مشر عبدالنصير عالميار د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زرمت، جانیخېل، سيد کرم او احمدابا ولسواليو کې ځيني معلوم کانونه شته خو په غيرقانوني ډول کيندل کېږي او مخنيوي يې نه کېږي.

عالميار وايي، د کانونو د کيندل کېدو ځايونه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي او د جانيخېلو ولسوالي د دوه ځلي سقوط او د ځينو نورو جګړو عوامل هم اقتصادي دي.

ده زياته کړه: ((همدا اوس کريستال، کرومايټ او مِس په غيرقانوني ډول استخراجېږي، دولت بايد د دې کانونو ظرفيت، کچه او ماهيت معلوم کړي او مشخصې سروې ګانې يې وکړي.))

ځيني پانګه وال هم د پکتيا کانونو ته د اړوند وزارت له خوا پر نه پاملرنه نيوکه کوي او وايي د ياد بنسټ له خوا تر اوسه د کانونو هېڅ قرارداد نه دی شوی او نه يې په اړه له دوی سره معلومات شريک شوي دي.

له دې ډلې محمد خالد نوابزاده پژواک ته وويل: ((پکتيا ښه معدنونه لري، خو تر اوسه يې هېڅ سروې نه ده شوې او نه کوم سرمايه ګذار ته په دې برخه کې د سرمايه ګذاري زمينه برابره شوې ده.))

دغه راز بل سوداګر عبدالغفور روان وايي، که په پکتيا کې د شته بېلابېلو کانونو سروې وشي او معلومات يې شريک شي، نو کورني او بهرني پانګه وال به په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

روان وويل: ((تر اوسه پورې حکومت په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی او نه يې چا ته دا معلومات ورکړي چې کومو ځايونو کې کوم معدنونه شته، کوم ځايونو کې کندنکاري شوې او نور.))

همدارنګه د پکتيا ولايتي شورا هم دا مسئله جدي بولي او وايي چې د کانونو غير قانوني کيندنې له مخالفو وسله والو ډلو سره په مالي ملاتړ کې مرسته کوي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي سخي جان وفايار پژواک ته وويل چې د ناامنيو له امله په ځينو سيمو کې په غير فني او غير قانوني ډول کانونه کيندل شوي خو زياتوي چې په احمدابا ولسوالي کې يې د قومي پرېکړې پر اساس د مسو د لوی کان د کيندنو مخه نيولې ده.

وفايار وايي: ((زموږ او ستاسې غرونه ټول له کانونو ډک دي. د احمدابا ولسوالي د مسو کان په اړه به درته ووايم چې پر دې کان د غلو او ځينو ډلو لخوا يو څه کار شوی و، خو اوس بند شوی دی. که دولت پر دې کار وکړي، هم به يې خلکو ته ګټه ورسېږي او هم دولت ته.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.