د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې پر زرګونو داخلي بېځایه شوو کورنیو نغدي مرسته وېشل کېږي

ننګرهار کې پر زرګونو داخلي بېځایه شوو کورنیو نغدي مرسته وېشل کېږي

Dec 08, 2019 - 09:29

جلال اباد (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٨): په ننګرهار ولایت کې ۶زره او ۴۰۰ سوه له داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د نږدې ۷۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته پیل شوه.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، د وزارت له لوري د دغه ولایت ۶زره او څلور سوه له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د نږدې ۷۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته پیل شوه چې هرې کورنۍ ته به دوولس، دوولس زره افغاني ورکړل شي.

په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولايت مرستیالې او د کډوالو چارو وزارت مسوولینو د یادې نغدي مرستې چکونه په جلال اباد ښار کې مستحقو کورنيو ته ورکړي دي.

د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي وویل، د کډوالو چارو وزارت له انکشافي بودجې څخه نږدې ۷۷ میلیونه افغانۍ مرسته ورسره شوې چې د دغه ولایت داخلي بې ځایه شوو کورنیو ته ورکړل شي چې په همدې موخه یې په تېرو درېیو میاشتو کې د مستحقو کورنیو د ټاکلو په موخه سروې ترسره کړه .

هغه زیاته کړه، د دې سروې له مخې له ۶۴۰۰ کورنیو سره یاده مرسته کېږي چې هرې کورنۍ ته به د دوولس زره افغانیو نغدي چکونه د ګومارل شوې کمېټې له لوري په شفاف ډول ورکړل شي .

د قیومي په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې دغه ولایت ته نږدې ۷ سوه زره تنه راستانه شوي چې له هر کس سره د ۲ سوو څخه تر ۴ سوه ډالرو پورې نغدي مرسته شوې، همدا راز یې په روان کال کې ۱۰۲۴ کورنیو ته هرې کورنۍ ته د ۳۲۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت سرپناه جوړه کړې او ۲۶۲۰ کسانو ته یې کاري فرصتونه هم برابر کړي دي .

په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د یادې مرستې له امله مننه وکړه، خو په وینا یې په دغه ولایت کې د ۱۷ ولایتونو استوګن مېشت دي او د مرکزي ادارې له لوري د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

هغې زیاته کړه، یاده مرسته د شفافیت په موخه په فزیکي ډول نه ورکول کېږي، د هر کس تذکره لیدل کېږي، بانکي چک ورکول کېږي او له مخې مستحق کسان خپل حق ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د داخلي بې ځايه شوو چارو عمومي رييس حميدالله افغان وايي، سږ کال د کډوالو لپاره ۵۰۰ ميليونه افغانۍ بودجه تخصيص شوې وه چې شاوخوا ۲سوه میلیونه یې په ننګرهار کې بې ځایه شوو او را ستنو شوو کورنیو ته ورکړل شوه او یا یې هم د ورکړې لړۍ جریان لري .

هغه زیاته کړه، ډېر ژر به په ننګرهار کې له ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره ژمنۍ مرستې هم ترسره کړي چې هرې کورنۍ ته به پنځلس پنخلس زره افغانۍ ورکړي، خو په وینا یې، وزارت یې لا هم له مرستندویه ادارو سره د مرستو را جلبولو په موخه کار کوي.

د داخلي بې ځایه شوو په استازیتوب زمان بخش د دې مرستې له امله مننه وکړه خو زیاته یې کړه چې دغه مرستې ور ته بسنه نه کوي او بايد ډېر پام ور ته وشي.

د کډوالو چارو مسوولین وایي، د راتلونکي کال لپاره د داخلي بې ځایه شوو کورنیو ته د مرستو رسولو په موخه یې سر له اوسه عملي چارې پیل کړې دي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement