ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر سناتوران: “ای ايس ای” د ناکامورا په وژنه کې لاس لري

يو شمېر سناتوران: “ای ايس ای” د ناکامورا په وژنه کې لاس لري

author avatar
8 Dec 2019 - 18:04
يو شمېر سناتوران: “ای ايس ای” د ناکامورا په وژنه کې لاس لري
author avatar
8 Dec 2019 - 18:04

کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي "ای ايس ای" د "ناکامورا" په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي او د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو وایي، سوله باید د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ وشي.

ډاکټر تيڅو ناکامورا د روان کال د لیندۍ په ۱۳مه سهار مهال په جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد په ترڅ کې له خپلو پنځو ملګرو سره و وژل شو. پرون د لیندۍ په ۱۶مه د هغه جسد د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغه مېرمنې او لور ته وسپارل شو.

ناکامورا چې د PMS جاپانۍ موسسې رییس هم و، افغان ولسمشر څه موده مخکې ورته په وروستیو لسیزو کې په افغانستان کې د کرنې او بیارغونې په برخو کې د خیریه کارونو ترسره کولو په خا‌طر د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی و.

د ده د کارونو له ډلې د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د مروارید په نوم د یوه ستر کانال جوړول و چې د هغه په وسیله د کونړ له سیند څخه زرګونه جريبه ځمکې خړوبېږي.

د مشرانو جرګې غړو نن په عمومي ناسته کې د ډاکټر تيڅو ناکامورا مړينه وغندله او د پاکستان ای ايس ای يې د "ناکامورا" په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ.

د دې جرګې غړې فوزيه سادات وايي، د ناکامورا په مړينې نه يواځې دننګرهار خلک، بلکې ټول افغانستان ځکه ورباندې خپه دی چې خپل يو رښتينی خدمتګار يې له لاسه ورکړ.

هغې وويل: "د کاکا مراد (ناکامورا) وژنه د پاکستان د ای ايس ای کار دى، پاکستان د ډېرو لږو خرڅ شويو افغانانو پر مټ دغه کار وکړ؛ دا مطلق د ای ايس ای کار  دى، ځکه هغوی هېڅکله نه غواړي د افغانستان اوبه مهار شي."

هغې له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د ناکامورا جسد يې په خپلو اوږو تر الوتکې يووړ.

د دې جرګې بلې غړې انارکلي هنريار چې په سلګيو يې ژړل، وويل: "  متاسفانه افغانستان نن د يوه خپل رښتيني بچې د وېر په ټغر ناست دی؛ زموږ دښمنانو هغه کس ونه شو زغملی چې په صادقانه  ډول يې افغانستان ته خدمت کاوه؛ زموږ غوښتنه دا ده چې عاملين يې ونيول شي او په نړيواله محکمه کې محاکمه شي."

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د ناکامورا او ورسره د پنځو کسانو وژل کېدل وغندل او ويې ويل چې ناکامورا د افغانستان يو ګمنام سپاهي او خدمتګار و چې په صادقانه ډول يې افغانستان ته خدمت کاوه.

هغه وويل: "متاسفانه چې کله مطبوعاتي شو، د افغانستان اصلي دښمنانو چې ای ايس ای دى، هغوی قرباني کړ، د کونړ پر سيند باندې او له دې هېڅوک سترګې نه شي پټولای."

دی زياتوي، د مشرانو جرګه د ننګرهار له امنيتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې د هغه قاتلين ونيسي او په علني ډول دې محاکمه کړي؛ له دې سره سره چې ولسمشر هم د ننګرهار امنيتي او دفاعي ځواکونو ته هدايت ورکړی چې د ناکامورا قاتلين ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.