ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنمارک: د سولې تړون په اساس به افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پړېکړه وکړو

ډنمارک: د سولې تړون په اساس به افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پړېکړه وکړو

author avatar
8 Dec 2019 - 17:55
ډنمارک: د سولې تړون په اساس به افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پړېکړه وکړو
author avatar
8 Dec 2019 - 17:55

کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۸): په افغانستان کې د ډنمارک  د سفیر مرستيال وایي، دوی د هر هغه اقدام چې د سولې د ټينګښت او جګړې د ختمېدو لپاره وي، هرکلی کوي.

د ډنمارک د سفیر مرستیال ریني تاوس هېنسن دغه څرګندونې نن (د ليندۍ په ١٧مه )په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه جوړ شوي پروګرام کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې افغانستان کې د دوی موخه سوله راوستل دي او دوی د هرې هغې ناستې چې د سولې د ټينګښت او د تاوتریخوالي د ختمېدو لپاره وي، هرکلی کوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د سولې د توافق په اساس به په افغانستان کې دوی د خپلو سرتېرو په اړه پړېکړه کوي.

همدارنګه ده وویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښځو په برخه کې ډېر کارونه ترسره شوي، خو لا هم ځیني عوامل شته چې د ښځو پر وړاندې خنډ دي او دوی ته مساوي حقوق نه ورکول کېږي.

هغه زياتوي، افغانستان د ښځو په برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري چې د بېلګې په ډول يې په ملي شورا کې د ښځو زیاتوالی چې د اروپایي ټولنو په پرتله زیاتې دي، د ماشومانو د زېږېدو پر مهال د مور د مړینې کموالی، په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پرمختګ او ښوونځیو ته د نجونو د تګ ډېروالي ته اشاره وکړه.

نوموړى وايي، د بشري حقوقو کمېسیون او همدارنکه د ملګرو ملتونو له سازمان سره په ګډه کار کوي ترڅو د افغان ښځو پر وړاندې شته تاوتریخوالى کم او دوی ته مساوي حقونه ورکړل شي.

په یاده غونډه کې د "سا" په نوم د موسیقۍ ډلې د ښځو په اړه سندرې وویلې او د ښځو قدرت یې وستایه.

همداراز په یاده غونډه کې پر دېوالونو د انځوروګرو نجونو پنځو ډلو برخه اخیستې وه چې پر دېوالونو یې د ښځو د قدرت انځورونه رسم کړي وو.

زينب يو له هغو ګډونوالو څخه وه چې په انځورګري کې يې برخه اخيستې وه.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، یاد انځور د ښځو د قدرت ښکارندويي کوي چې ښځې هم د ټولنې برخه ده او ټولنه پرته له ښځو نیمګړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.