ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ۱۰۰زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي

کندهار کې ۱۰۰زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي

author avatar
8 Dec 2019 - 15:24
کندهار کې ۱۰۰زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي
author avatar
8 Dec 2019 - 15:24

کندهار (پژواک، ١٧ لېندۍ ۹۸): په کندهار کې ۱۰۰زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي او له ۲۰ زره ډېر یې بیا درانه کارونه یا سوال کوي.

د ځايي چارواکو په وينا، دغه راز په روان کال کې د جګړو او چاودنو له امله ۱۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ له ماشومانو سره د تاوتریخوالي ۱۲۰ او د جنسي ځورونې ۷ پېښې هم ثبت شوې دي.

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو څانګې مسوول شمس الدین تنویر پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې له ۲۰زره ډېر ماشومان شاقه کارونه کوي او يا سوال کولو ته اړ دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ډېرى ماشومان اته ډوله سخت کارونه کوي چې په کارځایونو کې کار، ساختماني چارې، د کثافاتو ټولول، سوال کول او نور په کې راځي.

ده زیاته کړه، له دې سره هم مهاله د ماشومانو د جنسي ځورونې پیښې هم ډېرې شوي او په روان کال کې یې د تاوتریخروالي ۱۲ او د جنسي زورونو ۷ پېښې ثبت کړي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په روان کال کې د ماشومانو د تښتولو پېښې هم ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې ټوکولي دي.

نوموړی وايي، د ماشومانو پر وړاندې د دغو ستونزو عمده لاملونهروانه جګړه، له همدې جګړې راټوکېدلی غربت، بې کاري، د والدینو نه پاملرنه او ګڼ نور مسایل دي.

تنوير زياته کړه: ((له بده مرغه سږ کال په جګړو، د ماین چاودنو او ورته نورو پېښو کې ۱۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۱۵ نور ټپيان شوي دي.))

د ده په خبره، دا هغه شمېرې دي چې له اړوندې ادارې سره  ثبت شوي خو ښايي دغه شمېرې تر دې ډېرې وي.

نوموړي وویل، څومره چې جګړه غځېږي، غربت او بې وزلي ډېرېږي شاقه کارونو ته د اړو او سوالګرو ماشومانو شمېر هم ورسره ډېرېږي.

دی زیاتوي، تر ټولو اندېښمنوونکی ټکی دا دی چې دغه ماشومان په ډېرو مواردو کې له جنسي ځورونې او انساني قاچاق سره مخامخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.