ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اداري پلاوی: ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون جنجالي طرحه تصویب کړه

اداري پلاوی: ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون جنجالي طرحه تصویب کړه

author avatar
9 Dec 2019 - 19:22
اداري پلاوی: ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون جنجالي طرحه تصویب کړه
author avatar
9 Dec 2019 - 19:22

کابل (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۹۸):  د ولسي جرګې اداري پلاوی خبر ورکوي چې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د طرحې په اړه تقنیني فرمان تصویب شو، خو د دې طرحې له درېیمې مادې سره ځینې مخالف وکیلان وايي چې د رایې ورکونې پر مهال نصاب تکمیل نه و.

د راپورونو له مخې، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه په تېرو څو کلونو کې څلور ځله د ولسي جرګې په اجنډا کې شامله شوې وه، خو د درېیمې مادې پر سر د دې جرګې د ځينو غړو د اختلاف له امله نه وه تصویب شوې.

د یادې طرحې په درېیمه ماده چې راغلي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړی.

د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشر حقونو د کميسيون مشرې عزیزې جلیس د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل: ((پخوا له دې د ماشومانو له حقونو د دفاع طرحه دې جرګې ته راغلې وه، څو ځله په اجنډا کې شامله شوه، خو موږ بریالي نه شو چې تصویب یې کړو، دا ځل د ولسمشر د فرمان له مخې نافذه شوې او فرمان د تصویب لپاره جرګې ته راغلی دی.))

د نوموړې په خبره، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د طرحې په تړاو د ولسمشر ۳۶۲ شمېره تقنیني فرمان تېر کال د کب په ۱۴ مه نافذ شوی شوی دی.

هغې زیاته کړه، د تقنیني چارو له کمېسیون پرته د دې جرګې ټول دایمي کمېسیونونه د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون له طرحې سره موافق دي، خو د تقنیني چارو کمېسیون د یاد قانون په درېیمه ماده کې د تعدیل غوښتنه کوي.

نوموړې د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې یاد فرمان د هغه په اختلافي مورد رایو ته وړاندې کړي.

خو د ولسي جرګې د تقنیني چارو رییس نذیر احمد حنفي وویل: ((د دغه قانون درېیمه ماده د اسلام د پاک دین او افغانستان د اساسي قانون د احکامو خلاف ده.))

د ده په خبره، درېیمه ماده باید داسې تعدیل شي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو کم وي، مګر دا چې په ظاهري بڼه یې د بلوغ نښې لیدل شوې وي.

هغه زیاته کړه، دغه وړاندیز ځکه کوي چې د اسلام په مبارک دین کې د ماشومتوب دوره تر هغې بلل شوې چې په ظاهري بڼه کې د بلوغ نښې نه وي ښکاره شوې.

حنفي زیاته کړه: ((که د قانون په درېیمه ماده کې دغه جمله ځای پر ځای نه شي، موږ له تالاره وځو او نصاب ماتوو.))

په دې جرګه کې د لغمان د خلکو استازي انجنیر محمد عالم قرار هم ورته نظر درلود او ویې ویل، د اساسي قانون د درېیمې مادې له مخې په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولای د اسلام د مبارک دین د احکامو او معتقداتو خلاف وي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.