ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ناکامورا سره د وژل شوي افغان پلار ګیله کوي چې هېچا ورسره غمرازي ونه کړه

له ناکامورا سره د وژل شوي افغان پلار ګیله کوي چې هېچا ورسره غمرازي ونه کړه

author avatar
9 Dec 2019 - 16:48
له ناکامورا سره د وژل شوي افغان پلار ګیله کوي چې هېچا ورسره غمرازي ونه کړه
author avatar
9 Dec 2019 - 16:48

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): له ناکامورا سره د یوه وژل شوي افغان پلار وایي، پر دې خوښ دی چې د ناکامورا پر وژل کېدو په پراخه کچه د ویر مراسم جوړ شول، خو ګیله لري چې هېچا هم له ده سره د د زوی پر غم غمرازي ونه کړه.

د پی اېم اېس جاپانۍ موسسې مشر تېره چهارشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ننګرهار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

په دغه برید کې چې تر اوسه یې چا مسوولیت نه دی منلی، د ناکامورا پنځو افغان همکارانو هم ژوند له لاسه ورکړ.

له دغو پنځو وژل شوو افغانانو څخه یو هم د دې موسسې د امنیتي برخې قوماندان ۳۶ کلن ایمل مندوزی و چې د کابل ښار د څرخي پله د تنګي غارو سیمې اوسېدونکی و.

د ایمل پلار ګلزمان په خپل کور کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ایمل له پنځو کلونو راهیسې د یادې جاپانۍ موسسې د امنیتي چارو مسوول په توګه دنده ترسره کوله.

دی وایي چې له ایمل څخه دوه زامن او درې لوڼې پاتې دي او مشر زوی یې ۱۴ کاله عمر لري.

ده زیاته کړه: «کور کې ناست وم، خبر شوم چې د یوې جاپانۍ موسسې پر کارکوونکو برید شوی، زر مې موبایل ته لاس کړ، خو چې هر څومره زنګونه مې ووهل چا ځواب نه راکاوه، پوه شوم چې زوی مې شهید شوی او ځان سره مې وویل چې اوس به یې یتیمانو ماشومانو ته څه وایي.»

ده وویل، د ناکامورا پر مړینه د هېواد دننه او بهر کې خلکو د ویر مراسم جوړ کړل، ډيوې یې بلې کړې، واټونه یې په نوم ونومول شول، تر ولسمشره یې غمرازي وشوه، خو تر اوسه هیچا د ده د وژل شوي زوی نوم هم نه دی یاد کړی.

ده وویل: «هر ورځ لسګونه کسان په هېواد کې وژل کېږي، اوس د افغانانو وژنه بې ارزښته شوې ده نو ځکه مې د زوی د وژل کېدو په هکله تر اوسه چا پوښتنه نه ده کړې.»

ګلزمان وایي، پر دې خوښ دی چې د ناکامورا په وژنه خلک خپه شول او له کورنۍ سره یې غمرازي وکړه، خو ګیله ځکه لري چې د ده زوی او په دغه برید کې وژل شوي څلور نور افغانان هم د خلکو په خدمت کې و، خو هیچا یاد هم نه کړل.

د ناکامورا وژنه په پراخه کچه وغندل شوه، په خواله رسنیو کې یې هم پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل، په خوست کې يوه څلور لارې د ناکامورا په نوم ونومول شوه او افغانانو د ځینو هيوادونو تر څنګ، په ننګرهار، کابل، پروان او ځینو نورو ولایتونو کې د هغه په یاد غونډې جوړې کړې. د هغه جنازه په دولتي تشریفاتو سره له کابل نه جاپان ته ولېږدول شوه.

د وژل شوي ایمل پلار، له حکومت څخه وغوښتل چې پر ناکامورا او د هغه په پنځو افغان ملګرو د برید عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپارې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.