جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ځوانو انځورګرانو د ډاکټر ناکامورا د ياد ژوندي ساتلو په موخه جلال اباد ښار کې د هغه انځور رسم کړ.
دوی وايي، موخه يې د ناکامورا ياد ژوندي پاتې کېدو تر څنګ د جاپان خلکو ته دا پيغام رسول دي چې افغانان د هغوی د مرستو قدرداني کوي او د ناکامورا قرباني يې له ياده نه ده وتلې.
دغو انځورګرانو د لېندۍ په ۱۸مه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پول ته څېرمه د شېرزي لوبغالي پر يوه ديوال د ډاکټر ناکامورا انځور او ترڅنګ يې يوه ونه چې د هغه د فکر ترجماني کوي رسم کړل.
د دوی له ډلې نجيب الله زره پژواک اژانس ته وويل، ناکامورا د افغانانو او په ځانګړې توګه د ننګرهار د خلکو لپاره نه ستړی کېدونکی کار کړی، شاړې ځمکې يې ابادې کړي او زرګونه خلکو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
دی زياتوي، په همدې موخه دوی د ناکامورا د ياد ژوندي پاتې کېدو لپاره د هغه انځور پر ديوال رسموي.
يو بل انځورګر نصرت ساپی وايي، انځور په داسې رنګ جوړيږي چې د اوبو او لمر ضد دی، تر ډېره وخته به همدغه ځای باندې پاتې وي چې هره ورځ د بهسودو، کامې، دره نور او ښېوې ولسواليو خلک ښار ته راځي، دا انځور به ورته د ډاکټر ناکامورا ياد تازه کوي، ځکه دغو ولسواليو کې يې ډېر خدمتونه کړي دي.
د انځورګرانو مالي ملاتړ د هنر سالار دفتر له لوري چې په ټول هېواد کې د انځورګرۍ په برخه کې فعاليتونه کوي، ورکړی دی.
د دغې ادارې د ننګرهار ولايتي مسول الياس الفت وايي، دوی ځکه د دا ډول فعاليتونو ملاتړ کوي چې له يوې خوا د دا ډول شخصيتونو ياد تازه پاتې شي او له بلې خوا د انځورګرۍ هنر ملاتړ وکړي.
ډاکټر تېڅو ناکامورا د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ جلال اباد ښار کې ووژل شو، چې تازه يې امنيتي ځواکونو د قتل په تړاو دوه کسان نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن