ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې وڅېړل شوې

په کندهار کې د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې وڅېړل شوې

author avatar
9 Dec 2019 - 17:32
په کندهار کې د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې وڅېړل شوې
author avatar
9 Dec 2019 - 17:32

کندهار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): په کندهار کې د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې څېړل شوي او د پرېکړې لپاره استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.

په دې لړ کې ۴۴ تنه بندیان خوشې شوي هم دي چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په عمومي محبس کې ډېری بندیان چې په جنايي او سیاسي جرمونو تورن وو، بې برخلیکه پاتې وو چې د دوسیو د څېړلو لپاره یې یو باصلاحیته پلاوی کندهار ته راغلی وو.

هغه زیاته کړه، دغه پلاوی څو ورځې په کندهار کې پاتې شو څو دغسې بندیان په نښه او دوسیې یې وڅېړي.

دی وايي، دغه پلاوي د ۴۲۰ بې برخلیکه بندیانو دوسیې څېړلې او د پرېکړې لپاره استیناف محکمې ته لېږلې دي.

د ده په خبره، په دې لړ کې ۴۴ تنه بندیان خوشې شوي هم دي چې په سیاسي جرمونو تورن وو.

د معلوماتو له مخې، د بې برخلیکه بندیانو په ډله کې د یو شمېر بندیانو د جرمونو اړوند کافي اسناد او شواهد موجود نه وو او دغه راز یو شمېر داسې هم وو چې د بند موده یې پوره شوې وه خو بیا هم بندیان وو.

په خپله له لویې څارنوالي څخه د راغلي شپږ کسیز پلاوي مشر څارنوال خلیل الرحمن ساپی وايي چې کندهار ته یې د سفر په لړ کې له استيناف څارنوالۍ، امنیې قوماندانۍ، د اصلاح مرکز، د ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ له نظارت خونو او د کندهار له مرکزي زندان څخه لیدنه کړې ده.

هغه وویل، تر دې مهاله یې د ۴۲۰ تنو بې برخلیکه بندیانو دوسیې څېړلي او د ۲۳۹ نورو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او دغه راز یې ۴۴ تنه بندیان خوشې کړي دي.

دی زیاتوي، په دغو بندیانو کې د کندهار تر څنګ د هلمند، فراه، نیمروز، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي شامل دي چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو.

هغه څرګنده کړه، د کندهار استیناف محکمې ته صلاحیت ورکړل شوی څو د پاتې بندیانو دوسیې ژر تر ژره وڅېړل شي او یو زنداني هم بې برخلیکه پاتې نه شي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د کندهار تر څنګ، د هلمند، فراه، نیمروز او هرات ولایتونو اوسېدونکي وخت په وخت ولایت مقام ته د خپلو بندیانو اړوند عریضې کولې او د هغوی د برخلیک معلومولو غوښتنې یې کولې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.