ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ډاکټر ناکامورا د قتل په تړاو دوه کسان نيول شوي

چارواکي: د ډاکټر ناکامورا د قتل په تړاو دوه کسان نيول شوي

author avatar
9 Dec 2019 - 16:32
چارواکي: د ډاکټر ناکامورا د قتل په تړاو دوه کسان نيول شوي
author avatar
9 Dec 2019 - 16:32

مهترلام (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ډاکتر ناکامورا د ترور پېښې څېړلو په موخه له مرکزه تخنيکي ټيم ورغلی او دغه راز په ياده قضيه کې د لاس لرلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د لېندۍ په ۱۸مه يې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.

هغه وويل، د ډاکتر ناکامورا د وژنې په اړه ولايتي ادارې په مشرۍ ګډو امنيتي ځواکونو هلې ځلې ګړندۍ کړې دي او له مرکزه هم تخنيکي ټيم د مرستې په خاطر ورغلی دی.

دی زياتوي: ((د ناکامورا د موضوع په تړاو باندې تخنيکي تيمونه له مرکزه راغلي دي، هغوی خپل شواهد لاسته راوړي، زموږ له امنيتي او دفاعي قوتونو سره يو ځای کار کوي څو د دې قاتلين ونيول شي او په خپله سزا باندې ورسول شي.))

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال محمد ايمل نيازي وويل چې د ناکامورا د قتل په تړاو د پوليسو له لوري دوه کسان نيول شوي دي.

دی زياتوي، ياد کسان تر تحقيق لاندې دي، په کورونو کې يې وسلې، نظامي تجهيز او نظامي يونيفورم هم نيول شوي دي.

هغه ډاډ ورکړ چې د دې قضيې د لا څېړلو په موخه هلې ځلې روانې دي چې بشپړ معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريک شي.

د جاپان د PMS موسسې مشر ډاکتر تېڅو ناکامورا تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې ووژل شو، چارواکي وايي، د هغه د ترور پېښه له هېواده بهر پلان شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.