د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اداري پلاوی: ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون جنجالي طرحه تصویب کړه

اداري پلاوی: ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون جنجالي طرحه تصویب کړه

Dec 09, 2019 - 19:22

کابل (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۹۸):  د ولسي جرګې اداري پلاوی خبر ورکوي چې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د طرحې په اړه تقنیني فرمان تصویب شو، خو د دې طرحې له درېیمې مادې سره ځینې مخالف وکیلان وايي چې د رایې ورکونې پر مهال نصاب تکمیل نه و.

د راپورونو له مخې، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه په تېرو څو کلونو کې څلور ځله د ولسي جرګې په اجنډا کې شامله شوې وه، خو د درېیمې مادې پر سر د دې جرګې د ځينو غړو د اختلاف له امله نه وه تصویب شوې.

د یادې طرحې په درېیمه ماده چې راغلي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړی.

د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشر حقونو د کميسيون مشرې عزیزې جلیس د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل: ((پخوا له دې د ماشومانو له حقونو د دفاع طرحه دې جرګې ته راغلې وه، څو ځله په اجنډا کې شامله شوه، خو موږ بریالي نه شو چې تصویب یې کړو، دا ځل د ولسمشر د فرمان له مخې نافذه شوې او فرمان د تصویب لپاره جرګې ته راغلی دی.))

د نوموړې په خبره، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د طرحې په تړاو د ولسمشر ۳۶۲ شمېره تقنیني فرمان تېر کال د کب په ۱۴ مه نافذ شوی شوی دی.

هغې زیاته کړه، د تقنیني چارو له کمېسیون پرته د دې جرګې ټول دایمي کمېسیونونه د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون له طرحې سره موافق دي، خو د تقنیني چارو کمېسیون د یاد قانون په درېیمه ماده کې د تعدیل غوښتنه کوي.

نوموړې د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې یاد فرمان د هغه په اختلافي مورد رایو ته وړاندې کړي.

خو د ولسي جرګې د تقنیني چارو رییس نذیر احمد حنفي وویل: ((د دغه قانون درېیمه ماده د اسلام د پاک دین او افغانستان د اساسي قانون د احکامو خلاف ده.))

د ده په خبره، درېیمه ماده باید داسې تعدیل شي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو کم وي، مګر دا چې په ظاهري بڼه یې د بلوغ نښې لیدل شوې وي.

هغه زیاته کړه، دغه وړاندیز ځکه کوي چې د اسلام په مبارک دین کې د ماشومتوب دوره تر هغې بلل شوې چې په ظاهري بڼه کې د بلوغ نښې نه وي ښکاره شوې.

حنفي زیاته کړه: ((که د قانون په درېیمه ماده کې دغه جمله ځای پر ځای نه شي، موږ له تالاره وځو او نصاب ماتوو.))

په دې جرګه کې د لغمان د خلکو استازي انجنیر محمد عالم قرار هم ورته نظر درلود او ویې ویل، د اساسي قانون د درېیمې مادې له مخې په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولای د اسلام د مبارک دین د احکامو او معتقداتو خلاف وي.  

هغه هم د یاد وړاندیز د نه منلو په صورت کې له ناستې د وتلو ګواښ وکړ او ویې ویل، ماشوم باید هغه چاته وویل شي چې د بلوغ نښې په کې ونه لیدل شي.

خو د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون غړې ناهید فرید وویل: ((قانون باید د انسان په ګته وي، نه د هغه په زیان، کله چې موږ دغه ماده تعدیل کړو، نور قوانین هم باید تعدیل شي او وویل شي چې هر څوک چې بلوغ ته رسېدلی، کولای شي په ټاکنو کې د ګډون، کار او نورو حق ولري.))

هغې زیاته کړه چې د ښځو چارو او بشري حقونو د کمېسیون له خوا د څو کلونو څېړنې په اساس او په ټولو اسلامي هېوادونو کې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړى.

نوموړې د قانون له دې طرحې سره د جرګې د غړو د مسلکي چلند غوښتنه وکړه او ویې ویل، یاد قانون له اسلام، شریعت او د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې نه دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري وویل، په ټولو هغو قوانینو کې چې په افغانستان کې تصویب شوي، ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې عمر یې تر ۱۸ کلونو کم وي او له دې امله قانون له شریعت او هېواد د نافذه قوانینو سره په ټکر کې نه دی.

په دې جرګه کې د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخېل هم ورته نظر درلود او ويې ویل: ((که دغه ماده تعدیل شي او کوم ماشوم چې د بلوغ نښې په کې لیدل شوې او جرم ترسره کړي، د یو ۳۰ کلن کس په څېر له هغه سره چلند کېږي، چې دغه چلند به عادلانه نه وي.))

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د نصاب د مشخص کولو غوښتنه وکړه او د ناستې منشي اعلان وکړ چې نن د جرګې ۱۴۶ غړي موجود دي، په داسې حال کې چې د نصاب پوره کېدو لپاره ۱۲۶ کسانو ته اړتیا ده.

خو د نصاب په مشخص کولو د جرګې یو شمېر غړي له ناستې ووتل او د جرګې رییس د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون طرحه چې ۱۶ څپرکي او ۱۰۸ مادې لري رایو ته وړاندې کړه.

د جرګې منشي اتل کریم او د جرګې رییس رحماني له رایې ورکونې وروسته اعلان وکړ چې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون د طرحې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان په درېیو مخالفو کارتونو تصویب شو.

د یادونې وړ ده چې د یادې طرحې د تصویب تر اعلان وروسته د طرحې پلویانو د لاسونو په پړکولو او خوښیو د هغه هرکلی وکړ، خو د جرګې هغه غړي چې له ناستې وتلي وو، په تېزۍ تالار ته دننه شول او کله چې د رییس د څوکۍ پر شاوخوا راټول شول او شور ماشور یې وکړ، د جرګې رییس ناسته پای ته رسېدلې اعلان کړه.

کریم اتل او د جرګې رییس ددې طرحې د تایید رایې مشخصې نه کړې، خو قاضي نذیر احمد حنفي پژواک ته وویل، د جرګې ۵۶ غړو په اعتراضي ډول له رایو ورکونې مخکې له ناستې ووتل.

هغه زیاته کړه، له همدې امله د یادې طرحې د تصویب په اړه پرېکړه اعتبار نه لري، ځکه سربېره پر دې چې د تصویب نصاب بشپړ نه وو، دغه تصمیم د افغانستان د اساسي قانون د درېیمې مادې خلاف دی.

ده وویل، یادو ۵۶ کسانو په لیکلې بڼه خپل اعتراض د ولسي جرګې لومړي مرستیال ته ورکړی او هغه تعقیبوي.

خو کریم اتل وویل، کله چې نصاب اعلانېده، په تالار کې ۱۴۶ کسان حاضر وو او کوم کسان چې وروسته له ناستې وتلي، په نصاب کې شامل دي او رایې یې منفي شمېرل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوټېر پاڼه لیکلي، افغان حکومت د ماشومانو له حقونو د ملاتړ کمېسیون د تصویب په تړاو د ولسي جرګې له ننني تصمیم هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه، افغان حکومت د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ولسي جرګې د غړو اقدام اغېزمن ګڼي او د حکومتي اجرایوي بنسټونو له خوا یې تطبیق ته ژمن دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement