ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د وريجو د تولید له اړخه نږدې ٦٦ سلنه پر ځان بسيا شوی

افغانستان د وريجو د تولید له اړخه نږدې ٦٦ سلنه پر ځان بسيا شوی

author avatar
9 Dec 2019 - 14:00
افغانستان د وريجو د تولید له اړخه نږدې ٦٦ سلنه پر ځان بسيا شوی
author avatar
9 Dec 2019 - 14:00

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): د کرنې او مالدارۍ وزارت يوه سروې ښيې چې د تېر کال په پرتله د وریجو سږنی حاصل نهه سلنه زیات شوی چې له امله يې هېواد د وریجو د تولید له اړخه نږدې ۶۶ سلنه پر ځان بسیا شوی او د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وریجو په وارداتو کې کموالی راغلی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: «دغه سروې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو لوی ریاست له خوا په ګډه ترسره شوې ده، د وریجو د تولید د کچې معلومولو لپاره د «د شولې بوټو پرېکولو سروې پلي کول» یا ( Paddy Crop Cut Survey)  او په هېواد کې د شولو د کروندو د کچې د معلومولو په پار د « GIS » او ( Remote Sensing )  له ټکنالوجۍ ګټه اخیستل شوې ده.»

هغه زياته کړې، د دې سروې پر بنسټ روان کال د هېواد د ۱۸ ولایتونو په ۹۸ ولسوالیو کې شوله کرل شوې وه چې په دغو ولایتونو کې د شولې د کرکيلي ټوله سیمه نږدې ۱۲۸زره هکټارو ته رسېږي چې تېر کال دا شمېره نږدې ۱۱۶زره هکټاره وه.

رستمي وايي، کندوز، تخار، بغلان، ننګرهار، بلخ، کونړ، سرپل، بدخشان، بامیان، غور، دایکندي، اروزګان، هرات، بادغیس، لغمان، کابل، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي چې په کې شولې کرل کېږي. په هېواد کې د وریجو د تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې کندوز لومړی مقام لري.

ده زياته کړې: «د دې سروې پر بنسټ په هېواد کې د تېر کال په پرتله د شولې کروندې هم نهه سلنه زیاتې شوي دي. د یادې سروې پر اساس په هغو ولایتونو کې چې سږ کال د شولې کرکيله شوې ده، پریمانه اوبه شتون درلود او د شولې کروندګر د خپلو عوایدو زیاتوالي په پار د خپلو کروندو سیمې پراخې کړي دي.»

د رستمي په خبره، د اوبو لګولو شبکې جوړول، د شولو ښه حاصل ورکوونکي نژادونه (ورایټۍ) پېژندل او د بزګرانو لپاره د شولې روزنیزې- ننداریزې قطعې جوړول د شولې د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې سروې د اټکلي شمېرو له مخې، روان کال د وریجو د تولید کچه نږدې ۳۸۳ زره مټریک ټنو ته رسېږي او د تېر کال په پرتله چې ۳۵۲ مټریک ټنه وه، نهه سلنه زیاتوالی ښیي.

په ۱۳۹۷یم کال کې ۳۵۲زره مټریک ټنه وریجه تولید شوې وه خو سږ کال دغه شمېره ۳۸۳ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي: «افغانستان په کال کې ۵۸۸زره ټنه وریجو ته اړتیا لري چې اوسمهال د ۳۸۳زره ټنو په تولید سره خپل ۶۶ سلنه اړتیا پوره کوي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.