ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان کې له فساد سره د مبارزې برخه کې د پرمختګونو تر څنګ ناکامۍ هم موجودې دي”

“افغانستان کې له فساد سره د مبارزې برخه کې د پرمختګونو تر څنګ ناکامۍ هم موجودې دي”

author avatar
9 Dec 2019 - 17:28
“افغانستان کې له فساد سره د مبارزې برخه کې د پرمختګونو تر څنګ ناکامۍ هم موجودې دي”
author avatar
9 Dec 2019 - 17:28

کابل(پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۸): له فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت کابل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو وویل چې افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پرمختګونو تر څنګ ناکامۍ هم شتون لري.  

د افغانستان روڼتيا څار بنسټ په نوښت د دسمبر د نهمې په مناسبت دغې جوړه شوې غونډه کې د یو شمېر افغان چارواکو تر څنګ ځینو بهرنیو مېلمنو هم برخه لرله.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دغه ناسته کې وويل، د دې پر ځای چې د ځينو کړنو په تړاو تشريفاتي ناستې وشي، ښه به دا وي چې وضعيت په منصفانه ډول وڅېړل شي، حل لارې ورته ولټول شي او داسې تګلارې جوړې شي چې د فساد په مخنیوي کې موثریت ولري.

هغه زياته کړه:" له فساد سره مبارزه هغه څه نه دي چې موږ ته له غرب څخه راوړل شوی فرهنګ دی، نه؛ د اسلام تاريخ په دې ګواه دی چې د حضرت محمد (ص) او خلفای راشدينو په حکومتونو کې دا شرعي او حقوقي قاعده وه چې «من این لک هذا؟» دا مال او شتمني دې له کومه کړه؟ له هرچا به پوښتنه کېده، موږ بايد خپل ديني قواعد هير نه کړو."

د ده په وينا، له فساد سره د حکومت د پياوړې ارادې شتون، د بيان ازادۍ ته درناوی، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشيح، له فساد سره د مبارزې قانون توشيح، له فساد سره ملي ستراتيژي جوړول، د اداري فساد د درنو جرمونو د محاکمې د مرکز جوړول، د څېړنې عالي ادارې جوړول، د قانون حاکميت د عالي شورا جوړول، په لويه څارنوالۍ کې له فساد سره مبارزې د مرستيالۍ ايجاد او د فساد مخنيوي په موخه د حقوقي چوکاټ جوړول هغه کړنې دي چې د ملي يوالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې کړې دي.

خو دانش زیاتوی:" په دې اړه چې ايا موږ په دې برخه کې خپلو موخو ته رسېدلي يو؟ په صراحت سره وايم چې موږ تر اوسه خپلو موخو ته نه يو رسېدلي او ډېر واټن لا پاتې دي؛ موږ د پرمختګونو تر څنګ ځينې ناکامۍ هم لرو؛ د اداري فساد په برخه کې د نظام جوړونې او بنسټ جوړونې، له فساد سره د مبارزې د خپلواکې ادارې د جوړولو او په دې برخه کې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې ناکام يو."

د ولسمشر دويم مرستيال له فساد سره د مبارزې په برخه کې د نړيوالې ټولنې له مرستو او همکاريو مننه وکړه خو زياته یې کړه، د دې لپاره چې په هېواد کې په ټوليز ډول د فساد جرړې وايستل شي د نړيوالې ټولنې لا ډېرو مرستو او په دې برخه کې د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کېدو ته اړتيا ده.

د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ مشر سيد اکرام افضلي په دغه ناسته کې وويل:"په تېرو اتلسو کلونو کې له افغانستان سره په ميلياردونو ډالره مرسته شوې، يوازې امريکا له افغانستان سره ۱۳۵ ميليارده ډالره مرسته کړې، خو فقر په لوړېدو دی، اقصادي وده له رکود سره مخ ده،امنيتي وضعيت مخ پر خرابېدو دی او د نشه یي توکو قاچاق ورځ تر بلې ډېريږي، په ټوله کې د افغانستان ټيکاو له ګواښ سره مخ دی؛ چې لامل يې فساد دی."

د ده په وينا، له دې سره سره چې د ملي يوالي حکومت د فساد د مخينوي په برخه کې ځينې کړنې کړي، خو په هغه کچه چې د فساد پرضد مبارزه اړينه ده کار نه دی شوی او قوانين يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي.

هغه د اداري فساد د مخينوي په برخه کې د خپلواکو مدني بنسټونو رول مهم وباله او ويې ويل:"مدني ټولنې د ډيموکراسي يو له اصلي ارکانو څخه دی، که موږ داسې بنسټونه ولرو چې په خپلواکه توګه وکړي شي، د فساد جرړې وڅېړي او د مخنيوی لپاره يې حل لارې وړاندې کړي؛ تر ډېره بريده به په هېواد کې د فساد مخه ډب شي."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير پيري مايدون په دغه ناسته کې وويل:" که په ټوله کې د فساد د مخينوي په برخه کې جديت نه وي، دغه شومه پديده به هر څه تخريب کړي، نا امني به ډېره شي، اقتصادي وضعيت به له رکود سره مخ شي او د نشه يي توکو او انسانانو قاچاق به ډېر زيات شي."

دی زياتوي، د اسيا بنسټ د يوې سروې موندنې ښيي چې د هېواد ۸۰ سلنه کسان له فساده سرټکوي چې دا د اندېښنې خبره ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.