ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د حزب اسلامي اووه کسان له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي

بغلان کې د حزب اسلامي اووه کسان له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي

author avatar
9 Dec 2019 - 16:26
بغلان کې د حزب اسلامي اووه کسان له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي
author avatar
9 Dec 2019 - 16:26

پلخمري (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): په بغلان کې د حزب اسلامي پوځي مسوول وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د دوى اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په بغلان کې د حزب اسلامي پوځي مسوول قوماندان ميرويس د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په قاضي کلي کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ډلمشر عتيق په ګډون د دوى اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دی وایي، وژل شوي کسان ټول د حزب اسلامي اړوند وسله وال وو چې د قاضي کلي د امنیت د خوندیتوب دنده یې پر غاړه درلوده.

دغه راز بغلان کې يوي حکومتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې د طالبانو په بريد کې د حزب اسلامي اووه وسله وال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت پژواک ته وويل چې وړمه شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په غلام باى سيمه کې طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې درې پوليس ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې د حزب اسلامي وسله والو د وژل کېدو په اړه معلومات نه لري.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې وړمه شپه طالبانو د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوډخيلو په سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د قوماندان لايق په ګډون اته پوليس وژل شوي او د قوماندان سادات په ګډون پنځه نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.