ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ثبات او همپالنې ټيم: د ټاکنو کميسيون دې ډيموکراسي او د ټاکنو بهير ته زيان نه رسوي

د ثبات او همپالنې ټيم: د ټاکنو کميسيون دې ډيموکراسي او د ټاکنو بهير ته زيان نه رسوي

author avatar
9 Dec 2019 - 19:41
د ثبات او همپالنې ټيم: د ټاکنو کميسيون دې ډيموکراسي او د ټاکنو بهير ته زيان نه رسوي
author avatar
9 Dec 2019 - 19:41

کابل (پژواک، ۱٨ ليندۍ ۹۸): د ثبات او همپالنې ټيم د دې سربېره پردې چې له ټاکنو کمېسیونه یې وغوښتل څو قانون ته را وګرځي، خبر ورکړ چې دغه بنسټ مجبوروي څو له سیستم څخه اخري تقلبي رایه وباسي.

ټاکنو کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو لپاره د روان کال د لړم په ۱۸مه، د رایو ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ محلونو څخه د ۸۲۵۵ محلو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه پیل کړه؛ خو دا بهیر د یو شمېر ټاکنیزو ټکټونو له مخالفت سره مخ شو او د نوماندانو پلویان په ۷ ولایتونو کې د دغې پروسې مانع شول.

همداراز شاوخوا لس ورځې وړاندې د ثبات او همپالنې ډلې خبر ورکړ چې که چېرته ټاکنو کمېسیون پر خپله پرېکړه بیا غور ونه کړي، نور اعتراضونه به پیل کړي چې اوس هم په څو ولایتونو کې روان دي.

د ثبات او همپالنې ټيم مخکښ غړی فضل احمد معنوي چې نن یې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې، د ټاکنو پر کمېسیون پر نیوکې کولو سربېره وویل چې ډله یې غیرقانوني غوښتنه نه لري، یواځې له کمېسیون څخه غواړي څو قانون ته راوګرځي.

نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له استازو سره د کمېسیون ګډې ناستې او سیاسي بنسټونو ته په اشارې وویل: «د ټاکنو کمېسیون د تېرې ورځې ناستې ستونزه درلوده، په پیل کې د کمېسیون غړو دوه ساعت خبرې وکړې، راپور یې ورکړ او په قصدي ډول یې د وخت د ضایع کولو په موخه خبرې ډېرې وکړې.»

نوموړي د دې په یادولو چې د تېرې ورځې په ناسته کې د کمېسیون د غړو په خبرو کې د قانوني اسنادو د وړاندې کولو شاهد نه و، وویل چې ټاکنو کمېسیون د ګډوډلو په موخه، د ثبات او همپالنې ټيم د استازي د خبرو په لړ کې یې څو ځله مایک ګل کړ.

ده روښانه کړه: «هرڅه چې کمېسیون له نوماندانو سره په ناسته کې وویل، د اټکل او ګومان له مخې وو، نه اصول او مقررات. کمېسیون هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري؛ خو کمېسیون ناقانونه پرېکړه کړې او نه غواړي ترې تېر شي، هرڅومره چې دلیل او منطق وویل شي، نه یې مني.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشرۍ د نوماندانو له استازو او سیاسي حزبونو سره د کمېسیون علني ناسته بې له کومې پایلې پای ته ورسېده او دواړو خواوو په خپلو مخکنیو دلایلو ټینګار درلود.

کمېسیون د تېرې ورځې په ناسته کې له ۳۰۰ زره څخه د ډېرو رایو پر مشروعیت ټينګار وکړ او د ثبات او همپالنې تاکنیز ټيم استازو په خپلو غوښتنو سره، د ډېر وخت نه ورکولو او د دوی د خبرو د ګډوډولو له امله اعتراض وکړ او د اعتراض په ډول له ناستې ووتل.

د نوموړي په خبره، که ټاکنو کمېسیون د یوه قانوني بنسټ له مقام څخه په ناوړه ګټه اخیستو غیرقانوني کار ترسره کړي، اعتبار له لاسه ورکوي او موضوع نوره هم پېچلې کېږي، چې د هر هغه څه چې رامنځته شي، مسوولیت به یې د کمېسیون او غړو پرغاړه وي چې له درغلۍ ملاتړ کوي.

معنوي د دې په ویلو سربېره چې اوس هم وخت دی څو ټاکنو کمېسیون قانون ته راوګرځي، زیاته کړه چې که ټاکنو کمېسیون د دوی قانوني غوښتنې ونه مني او خپلې لارې ته دوام ورکړي، قضیه نوره هم پېچلې کېږي او ممکن ستونزه تر سخت ځایه وسیږي،  ټاکنو کمېسیون دې هغه ته یوه لاره پیدا کړي.

د ثبات او همپالنې دغه مخکښ غړي د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې د خپلو تېروتنو مخه دې ونیسي او ډيموکراسۍ او د ټاکنو بهير ته دې زیان نه رسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.