د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د مزار- سمنګان پر لویه لار طالبان او دولتي سرتېري له موټرو باج اخلي"

"د مزار- سمنګان پر لویه لار طالبان او دولتي سرتېري له موټرو باج اخلي"

Dec 09, 2019 - 17:15

مزارشريف (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): د بلخ او سمنګان د ولايتي شوراګانو يو شمېر استازي، قومي مشران او مدني فعالان وايي چې وسله وال طالبان او دولتي عسکر هره ورځ د مزار- دره صوف لويې لارې له بار وړونکو موټرو ميليونونه افغانۍ باج اخلي.

دوی چې د لېندۍ په ۱۸مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، همدا راز يې پر دغې لويې لارې د تښتونو او امنيتي پېښو له زياتوالي شکايت درلود.

د سمنګان د ولايتي شورا رييس حاجي رازمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک نور د مزار- دره صوف پر لويه لار له شته امنيتي وضعيت څخه تر پزې راغلي.

نوموړی زياتوي چې هره ورځ وسله وال طالبان او دولتي عسکر پر دغې لار له باربري او ډبرو سکرو له موټرو څخه ميليونونه افغانۍ باج اخلي.

هغه وويل: ((د مزار- دره صوف پر لويه لاره وسله وال طالبان له هر باربري موټرو څخه ۴زره افغانۍ او دولت په هر ټن باندې ۱۵۰۰ افغانۍ د ماليې په نوم ټولوي، له دې پرته د يادې لارې په اوږدو کې لسګونه پوستې پرتې دي چې هره يوه يې په خپل زړه له موټرو په غير قانوني ډول باج اخلي)).

د سمنګان د ولايتي شورا رييس زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې د ډېرو دولتي ادارو دروازې ټکولې خو په خبره يې چې چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د هغه په خبره، که حکومت د خلکو دغو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي؛ نو دوی به بيا له ولس سره په ګډه تصميم ونيسي چې څه وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد امين دره صوفي پژواک ته وويل چې وروستيو مياشتو کې د مزار- دره صوف لويې لارې په اوږدو کې امنيتي پېښې زياتې شوي دي.

هغه زياته کړه چې د يادې لارې په ځينو ساحو کې دولتي ځواکونو خپلې پوستې په جګړې پرته وسله والو طالبانو ته پرېيښي دي.

د ولايتي شورا دغه غړی زياتوي چې مزار- دره صوف لويه لار د طالبانو لپاره د مالي امکاناتو برابرېدو ښه فرصت په لاس ورکړی دی.

نوموړي د بلخ او سمنګان پر امنيتي ادارو غږ وکړ چې د دې لارې د امنيت په موخه دې ګام پورته کړي.

محمد يوسف د مزار- دره صوف لويې لارې ډرېور دی چې له سمنګان څخه مزارشريف ښار ته د ډبرو سکاره لېږدوي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل چې دوی مجبور دي پر دغې لويې لارې د تګ راتګ پر مهال هم وسله والو طالبانو او هم دولتي پوستو ته د ماليې په نوم باج ورکړي.

د محمد يوسف په وينا، هره ورځ د مزار- دره صوف لويې لارې په اوږدو کې د ډبرو سکرو له موټرو څخه څه باندې ۳ ميليونه افغانۍ وسله وال طالبان او شاوخوا ۱۰ ميليونه افغانۍ حکومتي لوری اخلي.

نوموړی وايي چې له دې هاخوا بيا د يادې لويې لارې په اوږدو کې وسله وال غله هم وخت ناوخت سړک ته راوځي او له موټرو پيسې اخلي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د ماليې ټولولو ترڅنګ بايد د يادې لويې لارې امنيت ته هم پاملرنه وکړي.

د بلخ اوسېدونکی او د سرپل ولايت پخوانی والي ظاهر وحدت هم د معترضينو په ډله کې وو.

هغه پژواک ته وويل چې د دره صوف- مزار پر لويه لار له باربري موټرو څخه د باج اخيستو تر څنګ

امنيتي پېښو او اختطاف هم خلک تر پوزې راوستي.

نوموړي وويل: ((تېره اوونۍ يې د همدې لويې لارې له مسير څخه يو کس وتښتاوه چې بيا وروسته يې د دوه لکو ډالرو په بدل کې خوشې کړ، اختطاف، وژنې او وسله والې غلاوې د مزار – دره صوف پر لويه لار اوج ته رسېدلي دي.))

وحدت په خپلو خبرو کې پر امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې عامو خلکو ته له زيان رسولو څخه دې ډډه وکړي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي د امنيتي ځواکونو له خوا له ډرېورانو څخه د باج اخيستل نه تاييدوي او وايي، که څوک هم په دې تړاو په چا باندې ادعا لري، دوی ته دې مراجعه وکړي.

هغه زياته کړه، که د امنيتي ځواکونو په هر منسوب باندې د باج اخيستو او يا هم له خلکو سره د بد چلند موضوع ثابته شي، نو سخت قانوني چلند ورسره کېږي.

نوموړي وويل چې د مزار - دره صوف لويې لارې امنيت د ملي اردو په لومړيتوبونو کې دی.

له بلې خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مني چې دوی د مزار- دره صوف پر لویه لار د ډبرو سکرو له موټرو څخه محصول ټولوي.

نوموړي پژواک ته وویل چې نه یواځې په بلخ کې، بلکې د دوی غړي په ټول هېواد کې په قانوني ډول له باربري موټرو مالیه ټولوي.

هغه زیاته کړه چې په هېڅ ځای کې دوی په غیر قانوني ډول محصول نه ټولوي، بلکې د باربري موټرو چلوونکو ته د محصول اخیستو بدل کې رسمي پاڼې ورکوي.

د معلوماتو له مخې، هره ورځ د مزار- دره صوف پر لويه لاره شاوخوا ۴۰۰ باربري موټر تګ راتګ کوي چې ډېری يې د سمنګان له ډبرو سکرو کان څخه مزارشريف ته سکاره انتقالوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan