ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مزار- سمنګان پر لویه لار طالبان او دولتي سرتېري له موټرو باج اخلي”

“د مزار- سمنګان پر لویه لار طالبان او دولتي سرتېري له موټرو باج اخلي”

author avatar
9 Dec 2019 - 17:15
“د مزار- سمنګان پر لویه لار طالبان او دولتي سرتېري له موټرو باج اخلي”
author avatar
9 Dec 2019 - 17:15

مزارشريف (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): د بلخ او سمنګان د ولايتي شوراګانو يو شمېر استازي، قومي مشران او مدني فعالان وايي چې وسله وال طالبان او دولتي عسکر هره ورځ د مزار- دره صوف لويې لارې له بار وړونکو موټرو ميليونونه افغانۍ باج اخلي.

دوی چې د لېندۍ په ۱۸مه د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو، همدا راز يې پر دغې لويې لارې د تښتونو او امنيتي پېښو له زياتوالي شکايت درلود.

د سمنګان د ولايتي شورا رييس حاجي رازمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک نور د مزار- دره صوف پر لويه لار له شته امنيتي وضعيت څخه تر پزې راغلي.

نوموړی زياتوي چې هره ورځ وسله وال طالبان او دولتي عسکر پر دغې لار له باربري او ډبرو سکرو له موټرو څخه ميليونونه افغانۍ باج اخلي.

هغه وويل: ((د مزار- دره صوف پر لويه لاره وسله وال طالبان له هر باربري موټرو څخه ۴زره افغانۍ او دولت په هر ټن باندې ۱۵۰۰ افغانۍ د ماليې په نوم ټولوي، له دې پرته د يادې لارې په اوږدو کې لسګونه پوستې پرتې دي چې هره يوه يې په خپل زړه له موټرو په غير قانوني ډول باج اخلي)).

د سمنګان د ولايتي شورا رييس زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې د ډېرو دولتي ادارو دروازې ټکولې خو په خبره يې چې چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د هغه په خبره، که حکومت د خلکو دغو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي؛ نو دوی به بيا له ولس سره په ګډه تصميم ونيسي چې څه وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد امين دره صوفي پژواک ته وويل چې وروستيو مياشتو کې د مزار- دره صوف لويې لارې په اوږدو کې امنيتي پېښې زياتې شوي دي.

هغه زياته کړه چې د يادې لارې په ځينو ساحو کې دولتي ځواکونو خپلې پوستې په جګړې پرته وسله والو طالبانو ته پرېيښي دي.

د ولايتي شورا دغه غړی زياتوي چې مزار- دره صوف لويه لار د طالبانو لپاره د مالي امکاناتو برابرېدو ښه فرصت په لاس ورکړی دی.

نوموړي د بلخ او سمنګان پر امنيتي ادارو غږ وکړ چې د دې لارې د امنيت په موخه دې ګام پورته کړي.

محمد يوسف د مزار- دره صوف لويې لارې ډرېور دی چې له سمنګان څخه مزارشريف ښار ته د ډبرو سکاره لېږدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.