د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار خلک د ناکامورا پر وژنه ویر کوي او د خپلې کرنې راتلونکې ته اندېښمن دي

د ننګرهار خلک د ناکامورا پر وژنه ویر کوي او د خپلې کرنې راتلونکې ته اندېښمن دي

Dec 09, 2019 - 09:59

جلال اباد (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۸):  د ننګرهار د کامې، ښېوې، دره نور او بهسودو ولسواليو خلک وايي، د جاپان الاصله افغان ډاکټر ناکامورا پر وژنه ډېر خپه دي او زياتوي چې د هغه له مرګ سره د کونړ سيند او د ننګرهار دښتې يتيمې شوې.

دوی وايي، ډاکټر ټيټسو ناکامورا لومړنی شخص و چې له څپانده سينده يې دومره لويه ګټه پورته کړه او د ننګرهار دښتې يې پرې ابادې کړې.

ناکامورا چې د ژوند شاوخوا پنځه ويشت کلونه يې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل، د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د تېرې چهار شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يو وسله وال بريد پر مهال له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل شو.

هغه په لومړيو کې د روغتيا په برخه کې د خلکو خدمت کاوه، خو وروسته يې وپتېله چې ډاکټري يوازې څو محدودو اشخاصو ته ګټه رسولی شي او د اوبو مهارول چې د افغانانو اړتيا ده ډېرو خلکو ته ګټه رسوي.

هماغه و چې په ۲۰۰۳ کال کې يې د مرواريد په نوم د يوه اوږد کانال د جوړېدو کار پيل کړ، د خلکو شاړې ځمکې يې ښېرازه او دښتې يې ابادې کړې.

دغه کانال چې کونړ د نورګل ولسوالۍ اړوند په زېړي بابا سيمه کې له کونړ سينده سرچينه اخلي، د ننګرهار په ښېوې (کوز کونړ) ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵ کيلومتره غځېدلی دی، لږ تر لږه ۳۰۰۰ هکټاره ځمکه يې خړوبه کړې او زرګونو خلکو ته يې د کار زمينې برابرې کړې دي.

د همدغه کانال د سربند يو ساتونکی علي حيدر چې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې له ناکامورا سره کارمند پاتې شوی، وايي، هېڅکله يې هم له هغه څخه امر نه دی اورېدلی، بلکې کله به يې چې چا ته د کوم کار سپارښتنه کوله، لومړی به يې خپله کار پيل کړ.

د مرواريد کانال د ښېوې ولسوالۍ د ګمبيري دښتې ځينې برخې هم خړوبې کړې، خو تر ټولو زياته ګټه يې د دې ولسوالۍ د سلامپور سيمې خلکو ته رسولې چې پخوا دا سيمه داسې ډاګ وه چې حتی د لارويانو د دمې لپاره په کې يوه ونه هم نه وه.

د سلامپور ځايي اوسېدونکی ۶۰ کلن شين ګل پژواک ته وويل: ((داسې يو وخت و چې دلته به مچۍ له تندې مړې کېدې، که چاته به موټر خراب شو، نو له سينده به يې په نيم ساعت کې ماشومانو ته اوبه راوړلې چې حتی ماشومان به پر لاره جل وهل، خو اوبه نه وې.))

خو هغه زياتوي چې اوس د دې سيمې بڼه بدله شوې، اوبه پرېمانه دي، شاړې ځمکې ابادې شوې او ژوند په کې روان دى.

ډاکټر ناکامورا دغه راز د همدغه کانال له اوبو په ګټه اخيستنې د ښېوې ولسوالۍ اړوند ګمبيري دښته کې شاوخوا ۱۲سوه جريبه ځمکه باندې بېلابېل باغونه جوړ کړي چې په کې د مېوه لرونکو ونو سربېره بې مېوې ونې هم کرل شوې دي.

دغه راز ې دغلته د خلکو د تفريح لپاره يو پارک هم جوړ کړی چې د ننګرهار او کونړ سربېره ورته له کابله هم خلک ورځي.

عبدالوحيد چې له خپلو وړو زامنو، مېرمنې او مور او پلار سره دغه پارک ته د تفريح په خاطر له کابل څخه راغلي، وايي، هېڅ باور يې نه کېږي چې د ننګرهار په څېر هغه ولايت کې چې تل ترې د ناامنۍ خبرونه خپرېږي، داسې لرې ځای کې داسې باغونه او پارک موجود وي.

د کوز کونړ ولسوالۍ یو اوسېدونکی ډاکټر اسماعيل شينواری وايي، په دغه شاوخوا ۱۲سوه جريبه ځمکه باندې جوړ شوو باغونو او د کانال په دواړو خواوو کې شاخوا يو ميليون ونې کېنولې دي.

هغه  پژواک ته وويل، ډاکټر ناکامورا دغه راز په دې ولسوالۍ کې يوه ديني مدرسه، يو جومات، د کاشکوټ کانال، د کوټې، تاران او کچړۍ سيمو کې د سيند تر غاړې استنادي دېوالونه هم جوړ کړي دي.

ډاکټر ناکامورا د بهسودو ولسوالۍ سربند هم چې خلک يې له کلونو راهيسې په ستونزو کې و، جوړ کړی چې اوس د بهسودو ولسوالۍ اړوند د سيند له غاړې پرتې ټولې سيمې يې خړوبې کړې دي.

دغه راز يې د کامې ولسوالۍ سربند هم جوړ کړی چې د دې ولسوالۍ ۷۳ کلو ته يې اوبه رسېږي.

يو ځايي اوسېدونکی او قومي مشر ملک رحمت وايي، پخوا به دوی هر کال په لکونو افغانۍ مصروفولې چې خپلې سيمې ته اوبه ورتاوې کړي خو د اوړي په راتګ او د اوبو زياتوالي سره به سربند بېرته خراب او مصرف شوې پيسې به په اوبو لاهو شوې.

دی زياتوي: ((يوه ورځ دلته موږ قومي مشران راټول و چې اخر به څه کېږي، په دې وخت کې ډاکټر ناکامورا راغی، پوښتنه يې وکړه، موږ چې ورسره ستونزه شريکه کړه، سمه دواره يې د سربند د جوړېدو ژمنه وکړه او همدا دا نن هم خلک د هغه له دغې خوارۍ برخمن دي.))

د کامې ولسوالۍ يو بل قومي مشر او ديني عالم عابد حقيار وايي، ناکامورا چې څومره خدمت بشريت ته کړی، تېرو څو لسيزو کې يې ساری کم ليدل کېږي.

هغه زياته کړه، ناکامورا د کونړ د سيند مهارولو هڅه وکړه، دښتې يې خړوبې کړې چې په مړينه يې سيند او دښتې دواړه يتيمان شول.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ميرويس ياسيني هم وايي، ډاکټر ناکامورا چې د کونړ سيند د مهارولو او د ننګرهار د دښتو د ابادۍ لپاره کار کړی هېڅ افغان به نه وي کړی.

هغه که څه هم پر حکومت نيوکه وکړه چې د داسې ستر خدمتګار شخص په ساتنه کې پاتې راغی؛ خو ټينګار يې وکړ چې د نوموړي د قتل عاملين ژر تر ژره ونيسي او سخته قانوني سزا دې ورکړي.

ډاکټر ناکامورا تازه د ۷۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د مرواريد کانال د بيارغونې کارونه پيل کړي وو، نوموړي دا چاره ځکه پيل کړه چې کانال لاندې برخه له شګو ډکه شوې وه او د ژمي په موسم کې د کانال اخري برخې ته اوبه په اسانۍ نه رسېدې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ويلي، د ډاکټر ناکامورا ترور له هېواده بهر پلان شوی او که هر امنيتي ارګان د نوموړي قاتلين پيدا کړي، له خپلو شخصي امکاناتو به يو ميليون افغانۍ جايزه ورکړي.

د ډاکټر ناکامورا جسد پرون د ولسمشر محمد اشرف غني له لورې د ځانګړو مراسمو پرمهال د هغه مېرمنې، لور او د کورنۍ څو نورو غړو ته وسپارل شو او خپل پلرني هيواد ته انتقال شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement